نظــر

دوې جملې

اتل مشواڼی

انسانت تل د خواخوږۍ، وروولۍ او همکارۍ په څېر پدیدو ژوندی او تاند ساتلی دی.څه موده وړاندې د همکارۍ په قاموس کې دوه داسې جملې نورې هم ور ډېرې شوې، چې لنډې، خو وزن یې خورا زیات و.

دا جملې د بېوزلو سره د همکارۍ پېغام لېږدوي.که اړتیا ورته نه لرې وې ځړوه!، که ضرورت لرې وا یې خله! ((نیاز نداری بذار، اگه نیاز داری بردار!)) دا هاغه جملې دي، چې لومړي ځل لپاره په مشهد کې یوه تن پر یوه دېوال وکښلې،چې وروسته نوموړی دېوال د مهربانۍ پر دېوال اوڅار شو!

دا کس د مشهد د ملک اباد د ګویا کوڅې اوسېدونکی بلوار سجاد و.د ژمي په یخو شپو کې یې د مرستې لپاره داسې مېکانېزم را وکېښ، چې ګټه یې ډېره، زیان نه لري! هر څوک چې له ځانه اضافه د اغوستو توکي لري او غواړي بېوزلو ته یې ورکړي، هغه توکي دې پر دېوال ځوړند کړي! غریب کس به ورشي او بې له منته به یې را واخلي.دې کار کې د همکارۍ پوره اخلاص نغښتی، له ریا پاک دی او خلک نېکۍ ته رابولي!

خوشحال بابا فرمايي:

چې د خلکو خیرخواهي لرې په زړه کې
مبارک دې شه، بادشاهي لرې په زړه کې

د لور دېوال یوازې په مشهد کې دود نه شو، بلکې ټول ایران کې یې په پیروي ورته کړنې وشوې!تهران کې هم ورته د لور دېوالونه جوړ شول، کله چې خبره رسنیزه شوه، نور هیوادونو کې هم نوموړی کار ښه بدرګه شو.

پاکستان هم ګڼو ښارو کې ورته دېوالونه جوړ کړل.له دې پېښې وړاندې یو بل کار هم تهران کې شوی و، کوم چا د کوربه یخچال پر نوم د کوڅو مخکې یخچال کېښودل دود کړ.

دې یخچال کې به د کورونو خاوندانو د کور اضافه خواړه اېښودل، لاروی چې وږی و، کولای یې شول له ايښودل شویو خوړو استفاده وکړي.

دا کارونه لومړي سر کې واړه و، دومره چې اول کې د یوه کس مغزو کې راټوکېدلی پلان و، خو وروسته یې لوی نوم پیدا کړ او خلکو یې پیروي پيل کړه.کوم ملتونه چې بېوزلي، وږي لري او لاسنیوي ته څوک نه لري، اصلاً دا خلک عاطفه نه لري، کولتور یې شړېدلی.

په افغانستان کې هم د بېوزلو شمېر کم نه دی، که هر څوک غواړې له غریب سره همکاري وکړي، له خپلوانو څخه به لیرې کسانو ته اړ نه شي، که هر شتمن خپلو بېوزلو سره مرسته وکړي، ممکن څو کاله اینده جدي اړمن ونه لرو.که احسایه وکړو، د شتمنو شتمنۍ شمېر شي، د کرونګرو فصلونه اندازه شي، یوازې د زکات او عشر پیسې/توکي کولای شي د هیواد اړین غریبان له غربي وکاږي.

که د نورو په څېر خیریه کارو کې سیالي نه شو کولای، دا خو کولای شو د خدای فرض کړی حق د خدای مخلوق ته ورکړو، یو بېوزله، ګوډ، شل د ژوند له ناچار حالته ډاډمن حالت ته را وکاږو.یو زړه خپل کړو، یوه کعبه اباده کړو، یوه ګناه معاف کړو، له یوه دوزخه ځان وباسه، یوه جنت ته لاړ شوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x