نظــر

له موسی کلا تر نجرابه دفتحو نه شلیدونکی بهیر

دخالد بن ولید عملیاتو په لړ کې نن  د می دمیاشتې په  ۱۳  نیټه  دهیواد له مختلفو سیمو څخه د مجاهدینو دنویو فتوحاتو  او جهادي لاسته راوړنو خبرونه ورکړل شوي .

دهلمند ولایت  په موسی کلا ولسوالۍ کې پنځوتنو  فدایي مجاهدینو دخارجي یرغلګرو په یوه ستره قرارګاه استشهادي عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې لسګونه  خارجي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې .

دخبر له مخې برید  دموسی کلا دلنډې ناوې ددوراهي په سیمه کې د خارجي عسکرو په قرارګاه هغه وخت پیل شو کله چې دحنفي صاحب په نامه استشهادي مجاهد خپل له بارودو ډک مازدا موټر  دخارجي قرارګاه په نظام قراول کې والوزاوو ،

او وروسته څلور تنه په وسلو سمبال فدایان هر یو صلاح الدین دښوراوک ، محمدداود دباغران  ، عزت الله دزابل او قاري مکرم د هلمندد نادعلي دخارجیانو په قرارګاه ورننوتل ، او په غافلو یرغلګرو عسکرو یې بې دریغه ډزې پيل کړې .

دې جګړې چې څو ساعته یې دوام وکړ هغه وخت پای ته ورسیده کله چې څلور واړه فدایان له  فاتحانه مقاومت وروسته خپل اصلي هدف شهادت ته ورسیدل ، دکره راپورونو په استناد په دې چاودنه او ورپسې وسلوال برید کې قرارګاه په بشپړ ډول له منځه تللې او لسګونه  خارجي یرغلګر او ملګري یې وژل شوي دي .

په داسې مهال چې د موسی کلا معرکه لا بشپړه نه وه سړه شوې ، او لا هم  دکفارو له  هدف شوې  قرارګاه څخه داور لوخړې پورته کیدلې ، دهیواد په بله پیڅه کاپیسا نجراب  کې    یوه   مجاهد احسان الله ولد نعمت الله  پاو کم اوه بجې دامریکایي سپشل فورسو په کتار خپل له بارودو ډک سراچه موټر وروځغلاوو .

احسان الله چې په خپل موټر کې یې په سوونو کیلوګرامه باورد ځای په ځای کړي وو ،  دنجراب  په افغانیه سیمه کې یې  دامریکایي سپیشل فورسو پیاده ځواکونه او څو ټانګونه په نښه کړل ، چې د درانه  فدایي برید په نتیجه کې یې  ۱۴ امریکایي ځواکونه ځای په ځای  دمرګ په خوب ویده  او  دوه ټانګونه یې پرزې پرزې کړل .

دتګاب او نجراب سیمو ته امریکایي ځانګړي ځواکونه له هغه وروسته لیږل شوي کله چې له دې سیمې پخواني فرانسوي یرغلګر په تیښته ووتل ، خو ننني برید وښوده چې داسیمه دامریکایانو لپاره هم  په امن نه ده ، بلکې کیدای شي له خورا خونړیو مرګ ژوبلو سره مخامخ  شي .

دا یوازې  هلمند او کاپیسا نه دي چې د دحق دلارې دقهرمانو مجاهدینو دبې ساریو فتوحاتو بشارتونه ترې راځي ، بلکې دخالد بن ولید عملیاتو په پیل سره دهیواد په ساره او اوږده کې  جهادي عملیات په نوي روحیه پیل شوي دي ، او مجاهدینو په دښمن بریدونو ته خورا سخت زور ورکړی .

سږ کال یوه بله دخوښۍ خبره داده  چې دنظامی عملیاتو سره غبرګ  دمجاهدینو دعوتي پروګرام هم په درست هیواد کې  په بریالیتوب په مخ درومي  دخالد بن ولید دعملیاتو له اعلان وروسته  ورځنیو پیښو ثابته کړه چې هره ورځ  دهیواد په لراوبر کې په اوسط ډول له شلو تر دیرشو پورې  دمخالف صف داخلي عسکر له مخالفت څخه لاس اخلي او  له مجاهدینو سره یوځای کیږي ،  همدا نن هم   دروزګان په چارچینو ، دهراووت ،  چینارتو ،  دجوزجان  په درزاب او نورو سیمو کې  تر دیرشو زیاتو عسکرو خپلې وسلې مجاهدینو ته سپارلې او له دښمنۍ څخه یې لاس اخیستی .

خو دفتوحاتو ددې نه شلیدونکی بهیر سره سره  ددښمن یوازینی عکس العمل  دادی چې دغه مخ په وده  فاتحانه جهادي جریان له عامه  نظر څخه پټ وساتي نو ځکه حتی دیوې جهادي بریا راپور هم نه اخلي ، او نه  دخپلو ناکامیو په اړه  حقایق مني .
که هیوادوال غواړي چې  دفتحو او بریاوو په دې سفر کې له خپلو اتلو مجاهدینو سره  همسفر پاته شي او له نویو جهادي جریاناتو او فتوحاتو شیبه په شیبه ځان خبر کړي باید داسلامي امارت رسمی ویب پاڼه  shahamat.info    شیبه په شیبه تعقیب کړي ، ترڅو دجهادي سنګر ترټولو تازه معلومات هره شیبه ترلاسه کړي .

تازه جهادي بریاوې دې ټولو مبارکې وي  !

أبوعابد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x