ورزش

اسیا جام: بنګلادیش په لومړۍ سیالۍ کې د هند پر وړاندې مات شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۵مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان روهیت شرما مسوولانه توپوهنې او د اشیش نهرا پیاوړي توپ اچونې د اسیا جام افتتاحي سیالۍ کې دغه هېواد کوربه بنګلادیش ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه.

د بنګلادیش د میرپور په شیربنګله لوبغالي کې ترسره شوې سیالۍ کې بنګلادیش پچه وګټله خو د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړه. دغه لوبغالی د توپ اچوونکو لپاره ډیر ښه دی او توپوهونکي پرې ډير نشي چلېدلای.

د بنګلادیش پریکړه هغه مهال سمه ثابته شوه چې هند په ۲۲ منډو شکردوان او ویرات کولي د لاسه ورکړل. په ۴۲ منډو بیا سریش راینا هم وسوځېد.

تر دوی وروسته روهیت شرما او یوراج سنګ لوبه پیل کړه، دواړو ۵۵ شریکې منډې جوړې کړې چې یوراج سنګ وسوځېد.

په نننۍ سیالۍ کې روهیت شرما ۸۳ او هردک پانډیا ۳۱ تېزې منډې جوړې کړې. هندپه ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د شپږو ویکټو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې. امین حسین د درې ویکټو په اخېستلو سره بریالی توپ اچوونکی و.

بنګلادیش د ۱۶۶ منډو پوره کولو په کوښښ کې لومړی او دوهمه ویکټ په ۱۵ منډو د لاسه ورکړې. وروسته هم له شبیر رحمان پرته هېڅ یو لوبغاړي د پاموړ لوبه ونه کړله. امرء القیس چې د بنګلادیش ورپورې ډيرې هیلې تړلې وې یواځې ۱۴ منډې جوړې کړې. همدا راز مشفق الرحیم یواځې ۱۶ او تسکین احمد ۱۵ منډې جوړې کړې. شکیب الحسن هم ونه ځلېد.

بنګلادیش په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۷ ویکټو په سوځېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې او په ۴۵ منډو یې سیالۍ وبایللې.

د هند له لوري اشیش نهرا ۳ ویکټې واخېستلې او روهیت شرما د لوبې ښه لوبغاړي په توګه ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x