دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اته شپېتمه برخه )

م. محمد نعیم

(…ثم يقال: ادعوا الصديقين، فيشفعون، ثم يقال: ادعوا الأنبياء، قال: فيجيء النبي ومعه العصابة، والنبي ومعه الخمسة والستة، والنبي ليس معه أحد، ثم يقال: ادعوا الشهداء، فيشفعون لمن أرادوا ) وقال: ((فإذا فعلت الشهداء ذلك، قال: يقول الله عز وجل: أنا أرحم الراحمين، أدخلوا جنتي من كان لا يشرك بي شيئاً…) [۱]

د امام احمد بن حنبل رحمه الله په مسند کې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د یوه اوږده روایت په یوه برخه کې داسې راغلي: ( بیا به وویل شي: صدیقین را وغواړئ، هغوی به شفاعت وکړي، بیا به وویل شي: انبیاء علیهم الصلاة و السلام را وغواړئ، وايي، نو یو نبي به راځي او ډله به ور سره وي، بل به راځي پنځه او شپږ تنه به ور سره وي، بل به راځي هېڅوک به نه وي ور سره، بیا به وویل شي: شهیدان را وغواړئ، هغوی به د چا لپاره چې وغواړي شفاعت وکړي، وايي کله چې شهیدان دا کار وکړي، وايي الله عز وجل به وايي: زه ارحم الراحمین یم، هر هغه څوک چې له ما سره یې شریک نه وي نیولی جنت ته یې بوزئ.

همدا ډول د امام احمد رحمه الله په مسند کې د ابو بکرة رضی الله عنه په روایت کې راځي: (  عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « يُحْمَلُ النَّاسُ عَلَى الصِّرَاطِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَتَقَادَعُ بِهِمْ جَنَبَةُ الصِّرَاطِ تَقَادُعَ الْفَرَاشِ فِى النَّارِ – قَالَ – فَيُنَجِّى اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ – قَالَ – ثُمَّ يُؤْذَنُ لِلْمَلاَئِكَةِ وَالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ أَنْ يَشْفَعُوا فَيَشْفَعُونَ وَيُخْرِجُونَ وَيَشْفَعُونَ وَيُخْرِجُونَ وَيَشْفَعُونَ وَيُخْرِجُونَ – وَزَادَ عَفَّانُ مَرَّةً فَقَالَ أَيْضاً – وَيَشْفَعُونَ وَيُخْرِجُونَ مَنْ كَانَ فِى قَلْبِهِ مَا يَزِنُ ذَرَّةً مِنْ إِيمَانٍ ) [۲]

ژباړه: له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: د قیامت په ورځ به خلک په پل الصراط روانېږي، د پل صراط له څنډې به د ټېل مټېل له امله په پرلپسې ډول داسې لوېږي لکه پتنګان په اور کې چې هر یو، بل له ځان نه مخکې کوي، وايي الله تعالی به په خپله مهربانۍ هغه څوک وژغوري چې غوښتي یې وي، وايي، بیا به ملایکو، انبیاوو علیهم الصلاة والسلام او شهیدانو ته اجازه وشي چې شفاعت وکړي،دوی به شفاعتونه کوي او له اور نه به خلک را وباسي، شفاعتونه به کوي او خلک به له اور نه را وباسي، شفاعتونه به کوي او خلک به له اور نه را وباسي،  عفان یو ځل دا خبره هم زیاته کړې چې  شفاعتونه به کوي او هغه څوک چې په زړه کې یې د ذرې په کچه ایمان وي هم را وباسي.

دې څلورو روایاتو ته که وګورو په لومړیو دوو روایاتو کې د اویا ټکی یاد شوی، شهید به د خپلو اویاوو تنو خپلوانو شفاعت کوي، خو په دوو وروستیو روایاتو کې د اویا ټکی نه دی یاد شوی، په یو کې راځي چې شهیدان به د هغه چا شفاعت کوي چې د دوی خوښه وي، دلته نه عدد یاد شوی چې د څو کسانو؟ او نه دا چې د کومو کومو کسانو؟ یعني د خپلوانو او که د نورو هم؟ په دې بل روایت کې راځي چې شفاعتونه به کوي او خلک به له اور نه را وباسي، شفاعتونه به کوي او خلک به له اور نه را وباسي، دلته هم نه عدد یاد شو، او نه خپلوان او غیر خپلوان.

دا په صراحت ثابته ده چې شهید د خپلو اویاوو خپلوانو شفاعت کوي،  لکه په دوو لومړنیو روایاتو کې چې راغلي، خو بل لوري ته کېدای شي له خپلوانو پرته د غیر خپلوانو شفاعت هم وکړی شي،  لکه په دې وروستیو روایتونو کې چې په عام ډول یادونه شوې، ځکه په دې کې خپلوان او غیر خپلوان، همدا رنګه عدد نه دی یاد شوی.

کېدای شي شهید له اویاوو د زیاتو کسانو شفاعت وکړای شي، چې اویا تنه به یې خپلوان وي، لکه په دنیا کې یو څوک چا ته ووايي: دا مال په بېوزلو  کسانو ته ووېشه، ته کولی شي خپلو لسو یا شلو تنو بیوزلو خپلوانو ته یې هم ور کړې، یا یو څوک چا ته په یوه اداره کې د ګومارنې واک ور کړي، او ورته ووايي: کولی شې خپل لس یا شل تنه خپلوان هم پکې وګومارې. والله اعلم بالصواب.

د اویا ټکی لکه مخکې چې د حورو په بحث کې تېر شول، دوه احتماله لري، یو دا چې همدا اویا موخه ده، او بل دا چې له اویاوو نه مراد ډېروالی دی؛ ځکه عرب اویا ټکی د ډېروالي لپاره کاروي، لکه زمونږ په ځینو ټولنو کې چې شل د ډېروالي لپاره کارول کېږي، که دوهم احتمال مراد وي، بیا نو شهید د بې شمېره کسانو شفاعت کوي، کوم څه چې له دوه وروستینو روایتونو څخه جوتېږي، او په دې کې شک نشته چې دا ډېره لویه او ستره ځانګړنه ده.

امام مناوي رحمه الله وايي: ” (من أهل بيته) شمل الأصول والفروع والزوجات وغيرهم من الأقارب ويحتمل أن المراد بالسبعين التكثير وفيه أن الإحسان إلى الأقارب أفضل منه إلى الأجانب“[۳]

ژباړه:  په اهل بیت کې یې پلرونه، نیکونه، اولادونه، مېرمنې او نور خپلوان هم راځي، کیدای شي له اویاوو نه مراد زیاتوالی وي، او په دې حدیث کې دېته اشاره ده چې له پردیو سره تر نیکۍ او ښګېڼې کولو له خپلو خپلوانو سره نیکي او ښېګڼه کول غوره دي.

په بل ځای کې بیا په صراحت سره وايي: (  ( ويشفع ) بفتح أوله وخفة الفاء ويجوز ضمه وشد الفاء ( في سبعين ) نفساً ( من أهل بيته ) لفظ رواية الترمذي من أقاربه وأراد بالسبعين التكثير ) [۴]

ژباړه: او شفاعت کوي، د اول حرف ( شین ) په زَوَر او په نرمه ( فا )، د اول حرف پېښ او د ( فا ) په شد سره ( یُشفَّعُ ) هم صحي کېږي، له خپلې کورنۍ څخه د اویاوو انسانانو، او د ترمذي د روایت لفظ ( له خپلوانو څخه) – یعني د کورنۍ په ځای د خپلوانو لفظ راغلی – او له اویاوو نه نه یې مراد زیاتوالی دی.

له اویاوو نه د زیاتوالي د مرادېدو احتمال تر ډېره پیاوړی برېښي، یو خو لکه په دې دوه روایتونو کې خبره عامه او غیر مقیده راغلي، بل که زیاتوالی نه وی مراد، بیا به د اویاوو په ځای یو بل عدد یاد شوی وای، لکه اتیا، شپېته یا… مخکې تېر شول چې اوه، اویا، اوه سوه په عربي ژبه کې د زیاتوالي په معنی کارېږي.

د شهید خپلوان هېڅکله باید د هغه په شهادت خپه نه شي، بلکې هر مسلمان باید هڅه وکړي چې خپله د الله په لاره کې شهید شي، که نه له کور، کورنۍ او خپلوانو څخه یې باید یو څوک د الله په لاره کې د شهادت مقام ته ورسي، تر څو د قیامت په سخته ورځ یې د کورنۍ او خپلوانو لپاره د نجات وسیله وګرځي.

۱۵– شهید ته به د عزت تاج ور په سر کېږي:

د شهید یوه ځانګړنه دا ده چې د قیامت په ورځ په الله جل جلاله داسې د عزت او کرامت یو ارزښتناک او قیمتي  تاج ور په سر کړي، چې یوه ملغلره به یې له ټولې دنیا او ما فیها څخه غوره او ښه وي، په هغو اوو، اتو، نهو یا لسو ځانګړنو کې چې یو ځای یادې شوې دي، یوه ځانګړنه همدا ده، (…وَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ تَاجُ الْوَقَارِ الْيَاقُوتَةُ مِنْهَا خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا …) [۵]

ژباړه: … او په سر به یې داسې د عزت تاج کېښودل کېږي چې یوه ملغلره یې له دنیا او ما فیها څخه غوره او ښه ده…
مبارکفوري رحمه الله وايي: ( أَيْ تَاجٌ هُوَ سَبَبُ الْعِزَّةِ وَالْعَظَمَةِ, وَفِي النِّهَايَةِ: التَّاجُ مَا يُصَاغُ لِلْمُلُوكِ مِنْ الذَّهَبِ وَالْجَوَاهِرِ )[۶]

ژباړه: یعني داسې تاج چې هغه د عزت او لویوالي لامل دی، او په النهایة کې راځي چې تاج هغه څه دی چې پادشاهانو ته له سرو زرو او جواهرو نه جوړېږي.

په دې معنی چې شهید به په جنت کې داسې نازول کېږي، داسې شان او شوکت به یې وي، لکه د پادشاه چې ټول خلک په درنه سترګه ورته ګوري، عزت یې کوي. بلکې په یو روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه نجدي په اړه چې په لاره کې ور سره یو ځای شو او بیا شهید شو، وايي چې ( إنه لمن ملوک الجنة ) چې وروسته به راشي، راځي چې شهید به د جنت پادشاه وي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – مسند احمد، حدیث ابي بکر الصدیق رضی الله عنه.
[۲] – مسند احمد، حدیث ابوبکرة رضی الله عنه.
[۳] –  فيض القدير شرح الجامع الصغير: (۶/۵۹۸)
[۴] – التیسیر بشرح الجامع الصغیر: باب حرف الشین. ج ۲، ص ۱۶۷.  ( التیسیر بشرح الجامع الصغیر ) هم د امام مناوي رحمه الله کتاب دی، دا په حقیقت کې د ( فیض القدیر ) مختصر دی، فیض القدیر د امام مناوي لومړی شرحه ده چې د امام سیوطي رحمه الله په کتاب ( الجامع الصغیر ) يې لیکلې ده، وروسته یې بیا اختصار کړې او ( التیسیر بشرح الجامع الصغیر ) یې نوموولې ده. امام مناوي رحمه الله په خټه مصری دی په ۱۰۳۱ ه ق کې وفات شوی، د امام شافعي رحمه الله د مذهب له لویو علماوو څخه ګڼل کېږي.
[۵] – سنن الترمذي، باب في ثواب الشهید، مسند الامام احمد، حدیث المقدام بن معدیکرب رضی الله عنه.
[۶] – تحفة الأحوذي شرح سنن الترمذي, باب في ثواب الشهيد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x