fbpx

یوې ښځې له خپلو ويښتانو کرتۍ جوړه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۵مه ۱۳۹۴ل): د رومانیې یوې سپين سرې ښځې له شلو کلونو راهیسې خپل ويښتان جمع کړي او ځان ته یې ترې کرتۍ جوړه کړې ده.

یاهو نیوز د راپور له مخې ۶۵کلنې اورتانسا پسکاریو ویلي چې دا یو زوړ رواج دی او د دوی په پلرني کلي کې يې خلک پلی کوي.بشکریہ یاہو نیوز.

د دغه رواج له مخې که کومه ښځه د ښه قسمت او ښایست شوق لري نو خپل ويښتان دې هېڅکله نه غورځوي.

هغې ویلي چې «ما له خپلو مشرانو اوریدلي وو چې د ويښتانو جوړولو وروسته باید ښځې ويښتان ونه غورځوي».

«مشرانو مو ویل چې که تاسو خپل ويښتان غورځوئ، دا داسې دي لکه خپل ښایست چې غورځوئ. ما په څلوېښت کلنۍ کې د خپلو ويښتانو جمع کول پیل کړل چې تر ۶۰ کلنۍ پورې يې وزن یو کیلو شو او د کرتۍ جوړولو لپاره کافي شول».

اورتانسا له قوله دې یواځې هغه ويښتان جمع کړي چې د ويښتانو د جوړولو پر مهال به غورځېدل.

اورتانسا خپل کار عجیب ګڼي خو وايي چې دی اوس د خوښۍ احساس کوي ځکه له خپلو ویښتانو یې کرتۍ جوړه کړې ده.

دغې سپین سرې ۶۵ کلنې ښځې ویلي چې دی خپله کرتۍ نه اغوندي، پنځه کاله یې له ځانه سره ږدي او بیا یې ځايي موزیم ته ډالۍ کوي.

بشکریہ یاہو نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د