افغانستان

ایساف : نن مو په کندهار کې څلور سرتیري ووژل شول

دناټو په مشرۍ آیساف ځواکونو نن په یوه خبرپاڼه کې رویټر اژانس ته منلې  چې دسې شنبې په ورځ یې دهیواد په جنوب کې کندهار کې دطالبانو په برید کې څلورتنه پوځیان ځای په ځای وژل شوي دي .

رویټر دکندهار دوالي ویاند جاوید فیصل له خولې کاږي ، چې دغه برید دکندهار ښار لویدیځ ته دژړۍ په سیمه کې شوی دی چې امریکایي ځواکونو ته یې درنه مرګه ژوبله اړولې ، ژړۍ هغه سیمه ده چې په تیرو څوکلونو کې امریکایانو ته ترټولو مرګانۍ سیمه ثابته شوې ، په دې سیمه کې که څه هم امریکایانو تر ۶۰ ډیرې قرارګاوې او پوستې اچولې خو بیا هم تل دیرغلګرو دمرګ ژوبلې شاهده وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x