ژاومي چینايي کمپنۍ نوې سمارټ فون Mi 5 معرفي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۶مه ۱۳۹۴ل): د چین ژاومي کمپنۍ د آی فون او سامسنګ له نوي مبایلونو سره د مقابلې لپاره خپل نوې ځيرک مبایل معرفي کړ.

ژاومي پخوا ډيره مشهوره کمپنۍ نه وه خو د تېرو څو کلونو راهیسې یې د سمارټ فون یا ځيرک تلیفون په جوړلو کې د خلکو په منځ کې پراخه محبوبیت پیدا کړی دی.

د چینايي کمپنۍ نوي مبایل کې د تېرو ماډلو په پرتله ډيرې تبدیلۍ راوستي دي او فزیکل هوم بټن په شمول يې فنګرپرنټ سنسر (یا د ګوتې لګول) هم ورزیات کړي دي.

دغه مبایل به د مارچ په لومړۍ نېټه لومړی په چین او بیا په هند کې خرڅلاو ته وړاندې شي او وروسته به یې په ټوله نړۍ کې بازار ته وړاندې کړي.

د بارسلونا د مبایلونو په نړیوال کانګرس کې یاد مبایل هم معرفي شو. دغه مبایل د سامسنګ نوټ ۵ په څېر دی خو د هغې په پرتله بیا دا ډیر نری دی.

دغه مبایل ۵.۱۵ تري ډي شیشه لري، ۸۲۰ سنیپ ډراګون پراسیسر، ۳زره ملي امپایره بیټري او ۱۶ میګا پیکسله کامرې سره يې درې بېلابېل ورژنونه لري.

لومړنی ورژن ۱.۸ ګیګا هرټز CPV کلاک سپيد، ۳ جي ریم، او ۳۲ جي میموري یا حافظه لري. دوهم ورژن یې ۲.۱۵ ګیګا هرټز کلاک سپيډ او ۶۴ جي بي حافظه لري. درېیم ورژن یې ۴ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لري.

د دغې مبایل د لومړي ورژن بیه ۲۶۲ ډالر او د درېیم ورژن ۳۵۴ ډالره ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د