نظــر

د وېش لغړی چې کندهار یي لوټ کړ

خالد افغان زوی

د ارګ ورځپاڼه چې چلوونکي یي هغه بګیل اربکیان دي چې تردې وړاندې یې دکندهار امنیه قومندان جنرال رازق خپل اتل باله، په نوم او کردار یې نازېدل تردې چې فیسبوکي پروفایلونه یي اوس هم له داړه مار رازق سره له ګډو اخیستو تصویرونو ډک دي.

دا ځل یي په خپله ورځپاڼه کې د خپل دغه اتل داسې د غلا او لوټمارۍ کیسې رابرسیره کړې،چې په اوریدو یي سړی هیښ پاته کیږي.

ورځپاڼې لیکلي: له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د کندهار سپين بولدک د کندهار د امنيه قومندان په ونډه رسېدلی چې د خپل ورور تادين په مرسته يې خوري او په بولدک د خودمختاره واکمنۍ راج او باج چلوي.

د سرخط بیړاګانو کلونه وروسته اعتراف کړی چې : د کندهار د سپين بولدک ګمرکي عوايد له تېرو ۱۳ کالو را هيسې د يوې ځانګړې ډلې جېب ته ځي. دغه ډله د جنرال عبدالرازق د ورور تادين په مرسته دغه شتمني لوټي، هلته په ۳۱۰ موټرو کې ۲۹۷ يې له ګمرکي محصول پرته خوشې کېږي چې په سرحددارۍ جنرال رازق ترې شخصي محصول اخلي او يوازې ۱۳ باروړونکو موټرو ته ګمرکي پاڼې ورکول کېږي. وړمه ورځ د کندهار والي ددغې مسئلې د تفتیش لپاره بولدک ته ځانګړی پلاوی واستاوو خو دغه پلاوی د جنرال عبدالرازق د ځانګړي کس او د چټک غبرګون د قومندان جانو ماما او تادين له لوري په يوه کمين کې بې‌وسلې او برمته شو.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي: د جنرال رازق ورور تادین له ترکمنستان څخه د زړو اوسپنو او ګاډرو په سوداګرۍ کې ځان شتمن کړ چې پاکستان ته به يې له محصول پرته تېرولې.

ده هغه اوسپنې هم پاکستان ته له محصول پرته واړولې چې د بهرنيو ځواکونو له کمپونو يې راايستلې، دا لوی خو تور کاروبار و چې د وخت والي توريالي ويسا هم پکې ښکېل بلل شوی و.

د جنرال رازق ورور تادين او د هغه کسان هغه وخت په یوه مافیا بدل شول چې ولسمشر کرزي خصوصي امنیتي شرکتونه وتړل، دوی د امریکایانو بار وړونکي موټر د هېواد له سوېل څخه نورو ولایتونو ته د طالبانو له بریدونو خوندي لېږدول.

موټر چلوونکي وايي، په وېش کې هغه مالونه چې پرته له ګمرکي محصول راتېرېږي، په سرحددارۍ کې د تېلو په نامه پارچې ورکول کېږي، تر څو له ګمرکي محصوله ځان خلاص کړي؛

«د اس گاډۍ لس لېټره تېلو پیسې، سراچه د پنځلسو لېټرو تېلو پیسې، سرلوڅې سراچه د دېرشو لېټرو تېلو پیسې، هینوگانې چې ټوکران پکې بار وي، د ۲۵۰ لېټره تېلو پیسې، هینو چې اوسپنې پکې بار وي، د ۳۰۰ لېټره تېلو پیسې، نووارده کوچني موټر د ۸۰ لېټره تېلو پیسې، یو کانټینر چای د ۴۰۰۰ لېټره تېلو پیسې تحويلوي. بیا دا پارچې درې ځایه، شانکي پمپ، ښایسته (د نعمت) پمپ او د امان الله پمپ کې تحولېږي او نښاني کېږي. مازدیگر مهال د پمپونو مالکان د تادین کور ته ورځي، حساب ورسره کوي. دوی هم خپله ونډه اخلي. تادين هره ورځ له دې درکه ۱۰ ميليونه کلدارې ټولوي. دوی دا مالونه له ګمرک څخه په زور خلاصوي او پیسې په خپلو کې سره وېشي.»

په دغو شتمنيو کې له تادین او جنرال عبدالرازق سره په بولدک کې شریکانو، شاه خان اڅکزي، د هزارګي ورور لالي، تورنګ عشېزي، زاوک ادرکزي، قاهر پانېزي او په کندهار ښار کې د پخواني ولسمشر کرزي ورور شاه‌ولي خان کرزي ته هم پوره ونډه ورکول کېږي .

خو تادين د خپل ورور جنرال عبدالرازق په مټو پورته غورځي، ځکه چې هغه يې تر شا ولاړ دی. دی له سياسي ميدانه لېرې ساتل شوی، خو د کاروبار لويه مهره ده.

ورځپاڼې د جنرال رازق د واک او ځواک په اړه لیکلي: کله چې په کندهار کې د پخواني ولسمشر ورور احمدولي کرزی ووژل شو، کرزي او وروڼو يې د خپل مافیايي نظام پر وړاندې له یوه ډار اچوونکي مشر څخه بې‌برخې شول، نو دوی د یو داسې کس په لټه کې شول چې نه یوازې د کرزیانو راج ته ادامه ورکړي، بلکې کندهاریان هماغسې تر دباو او فشار لاندې وساتي.

کرزي د همدې لپاره جنرال عبدالرازق کندهار ته د امنیه قومندان په صفت واستاوه چې ترڅنګ يې د سرحدي ځواکونو د لوا عمومي قومندان هم و. ده په يوه وخت کې په دوو پوسټونو کار کاوه چې تر اوسه خپلو دندو ته دوام ورکوي.

ځايي خلک ادعا کوي، رازق په کندهار کې د طالبانو د ځپلو په نامه خورا وحشت خپور کړ، ان تر اوسه د لسګونو انسانانو جسدونه تري تم دي، دی په بولدک کې شخصي زندانونه لري.

د نیوارک ټایمز د یوې مقالې پر بنسټ چې په ۲۰۰۷ کال کې خپره شوې وه، نوموړی د هیروينو په کاروبار هم متهم شوی و، خو دا چې هغه وخت د امریکا ورته ضرورت و، نو د ده پر جنایتونو يې سترګې پټې کړې.

ځايي خلک وايي، جنرال عبدالرازق د کندهار د ولایتي شورا له غړي سید جان خاکرېزوال سره په ګډه د کندهاریانو شتمنۍ، ځمکې او جایدادونه غصب کړي دي. دی دولتي محاکمو ته یوازې هغه دوسیې استوي چې د دوی له ګټې سره په ټکر کې وي.ځايي خلک د دې مافيا د جرړو د ايستلو غوښتنه کوي او وايي، که داسې و نه شي، کندهار به بيا راټول نه‌شي.

تردې ځایه خو د ارګ د ورځپاڼې اقتباسات و چې د جنرال رازق د جنایاتو، لوټمارۍ او اختلاس دغه داستان پکې هغو کسانو لیکلی چې یوه لسیزه یې ددغه وحشي جګړه مار په دسترخوان ټونګې وهلي. د هغه د صفت او تزکیې قصیدې یي لیکلي او هغه یي د افغانستان په سطح یو پاک نفسه او نمونه قومندان بللی و.

له تیرو څو کلونو راهیسې چې د وېش لغړي جنرال رازق د کندهارپه مظلوم اولس د ظلم او وحشت کومې چپه میچنې وچلولې او په امریکایي بیلدوزرو یي د خپلو بي وسه وطنوالو څومره کوډلې له خاورو سره برابرې کړې یوازې الله تعالی ته یي رښتینی حالت او د وحشت کچه معلومه ده.

دغه له انسانیت لغړ لغړي داسې ظلم پرینښود چې په کندهاریانو یي نه وي تجربه کړی،په شخصي زندانونو کې یي بي ګناه ځوانان په شکنجو ووژل،د ارغسان او دامان ریګونه او دښتي یي د کندهار ښاریانو ته په یوه بله دشت لیلي باندې بدل کړل او سلګونه ځوانۍ یې په کې ښخې او ورکې کړې.

خو د ظالم لغړي جنرال رازق د ظلم او وحشت په وړاندې پوره ۱۳ کاله ټولې ژبې ګونګې وې، د هیواد د رسنیو ټولنې او د قلم خاوندانو یي په وړاندې حرف قدرې هم ونه وایه، هغوی چې ځانونه د افغانستان د ګټو ساتونکي بولي.هغوی چې ځان د افغان انسان په درد خوږمن بولي.هغوی چې د انسانیت او شرافت له حریم څخه ددفاع ډبرې په سینو ټکوي نه یوازې د جنرال رازق، جاجو،حشمت کرزي او دغسې نورو لنډغرو په ظلم یي اعتراض ونه کړ بلکې د هغوی لپاره یي میډیایي لابيګري هم وکړه او په خپل نثري او شعري ستاینو یې اتلان وبلل.

دا چې اوس د ارګ ځیره خواره او د جنرال رازق پروني مداحان د نوموړي په وړاندې سنګر نیسي او د فساد، لوټمارۍ او اختلاس اسناد یي خپروي، علت یي هیڅکله ملي ګټې یا د افغان اولس له حقوقو دفاع نه ده،بلکې یوازې سیاسي تقابل او لانجه ده چې له تیرو څو اونیو راهیسې کندهار ته د اشرف غني له سفر وروسته په کې ارګ له جنرال رازق سره مخامخ شوی دی.

که ددې ژورنالیستانو او افشاګرو په خپل اولس زړه خوږیدلی نو ولې یي دا دیارلس کاله د دې مشهور جنایت کار په ظلمونه ګونګه روژه نیولې وه. زه چې یو عادي او له حکومتي چارو لرې پاته افغان یم، کلونه وړاندې لا د جنرال رازق د همدغو جنایاتو په اړه راته مستند معلومات و چې ما یي په اړه په ۲۰۱۳ م کال کې یوه لیکنه هم وکړه چې ځینو حق ویونکو ویب پاڼو نشر خو نورو هغو چې د جنرال رازق لخوا ورته حق السکوت ورکول شوی و نه یوازې خپره نه کړه بلکې په وړاندې یي د سپیناوي لیکنې هم خپرې کړې.

په هر حال، باید ووایو: چې اوس هم ناوخته ندی تر څو په کندهار ښار او ددې ولایت په مظلوم اولس مسلط دغه خوني او لوټمار لغړی وپیژندل شي که زموږ د قلم او ژبې خاوندان ددغه ظالم د ظلم په وړاندې چوپ پاته شي نو نه یوازې به الله تعالی مسؤل او ددې ظالم د ظلم جرمي شریکان وي بلکې تاریخ او اولس ته به یي هم مختور او د یوه وحشي انسان د ملاتړ له امله به ټول عمر سرټیټي او وجدان ته ملامت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jawid Ahmad

سلام زه غواړم چی خپله لیکنه خپزه ګړم

الحاج استا ذ بیانزی

زه د لیکونکی د لیکنی لمانځنه او ستاینه کوم دعا ورته کوم چه الله ج دی اجرونه ورکړی چه د دغه خناسو شیطانانو خناسیت او جنایات یی تر یوی کچی څیړلی ، ارزولی او خلکو ته ورپیژندلی دی ولی زه ورسره په ځینو ټکو کی نسبی توافق نه لرم او هغه دا چّه : لمړی : تاسی وایاست چه رازق سره د دی چه د نشه توکو تجارت کولو او امریکایانو ته معلوم وو او سترګی یی ورباندی پټی کړی حیرانوکی خبره دی لیکلی ، زمونږ هیواد کی له امریکایانو د مخه په سلو کی پنځه برخی کوکنار یا نشه… نور لوستل »

عبدالولی

خالق دی دغه سی کسان تباه او برباد کړی یا ربه ته یی وشرمه یی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x