
نن ماته له خوښۍ خوب نه راځي
د شپې ډیر ناوخته دی ، سهار پنځه بجې پاڅیدلی یم ، غرمه مې هم خوب نه دی کړی ، آن ماسپښین مې لا دبیخوبۍ او ګنګستیا له امله دسردردۍ احساس کاوو ، مګر له ټولې ورځنۍ ستومانۍ وروسته دادی دشپې ناوخته لا هم ځان توانمند احساسوم .
که رښتیا درته ووایم نن ناوخته دخوب له مهاله لږ وړاندې مې ټیلفون ته څو خورا په زړه پورې مسیجونه راغلل ، داسې بشارات چې زما ستړیا یې ورکه کړه ، زما ستومانه او بې خوبه وجود ته یې نوی روح ورکړ ، زما له سترګو یې خوب وتښتاوو ، او همدا لامل دی ، چې له ټولې بیخوبۍ سره سره ماته لکه داختر دشپې ماشوم خوب نه راځي ، نن ما دخپل هیواد دازادۍ ، دخپل جهادي انقلاب دبریا او دخپل اولس دسعادت او هدایت رښتیني څرکونه لیدلي دي ، اود خوښیو همدا هجوم دی چې زما له سترګو یې خوب تښتولی .
آخر کیسه څه ده ؟
نړیوال بشریت خپل مزل ددجال زمانې ته رسولی ، نړیوال کفري سیلاب په مستۍ کې دی ، اروپا ، افریقا ، امریکا او د نړۍ نورې لویې وچې ددجالي فساد په تیارو کې ډوبې دي ، دکفر او طاغوت سیلاب ټول هیوادونه او ملتونه لاهو کړی دي ، مګر یو اولس لا هم د ناقابل تسخیر صخر په توګه ددې سیلاب په وړاندې مقاومت کوي ، دسیلاب توندې څپې دیرغل ، دیموکراسۍ ، کمونیزم او سیکولرزم په نومونو په دې فولادي کمر غوټې وهي ، کمر لړزانده شي خو مقاومت نه بایلي ، دکفري سیلاب په وړاندې دا وروستی کمر زما اولس دی ، چې دهر طاغوت تندی یې په خاورو لړلی .
له کفري سیلابونو سره زما داوسپنیز اولس وروستۍ مقابله لا هم روانه ده ، داځل مقابله له امریکایي طاغوت سره ده ، له یهودو او نصاراوو سره چې دنړۍ ترټولو مکار او چلباز شیطانان دي ، په تیرو یوولسوکلونو کې دې شیطانانو خپل ټول نیرنګونه وکارول خو زما اولس یې مات نه کړای شو ، په پای کې ددوی شیطاني مغزو په دې غور پیل کړ ، چې ددې اولس دماتولو بل هیڅ لاره نشته ، له دې پرته چې په خپل منځ کې افغانان دیوه بل په وړاندې استعمال شي ، ځکه چې ډبره یوازې په ډبره ماتیږي ، دهمدې لپاره یې لومړی زما داولس د افلاس او وږي کولو هڅه پیل کړه ، څو ځله یې زما اولس دمصنوعي قحطۍ پړک ته کیناوو ، هو کې زما په یاد دي ، چې په تیرو څو ژمیو کې امریکایانو په زرهاوو ټنه غنم دافغانستان له بازارونو په نغدو پیسو وپیرل او بیا یې په پټه وسوزول ، ترڅو زما اولس وږی ، تږی او دکافرو مزدورۍ ته محتاج شي .
زما اولس له یوبل امتحان سره مخ وو ، اکثرو یې لوږه ، تنده ، بي کوري ، یخ او ګرمي بلکې ټول مشقات وزغمل خو دکافر ځیره یې ونه خوړه ، مګر ځیني بې تجربې ځوانان وغولیدل ، دخپل نس دډکولو یا نورو طمعو لپاره دکفارو داجرتي پوځ ، پولیسو ، اربکیانو او نورو عسکرو په صفوفو کې ودریدل .
ددښمن په صف کې دریدل بې له شکه چې په دیني او ملي لحاظ ستره او نه بښونکي جفا بلل کیږي ، مګر آفرین زما داولس په سالم او بادرکه زعامت چې د خپلو دې بې لارې شویو وروڼو زامنو په خلاف یې له احساساتو کار وا نخیست بلکې له تعقل او سړې سینې یې کار واخیست ، دې کسانو ته یې بیرته له اولس سره دپیوستون بلنه ورکړه و او ددعوت او ارشاد غیږه یې ورته خلاصه کړه .
الحمد لله ثم الحمدلله ددې مبارک اقدام په برکت دادی نن وینو چې ډلې ډلې له اولسه تښتیدلي ځوانان بیرته جهادي صف ته راغبرګیږي او داولس غیږې ته ځان سپاري .
په دې برخه کې که تیر یوکلن بهیر له پامه وغورځوو او یوازې دنن ورځې حساب وکړ ، نو تنها همدانن سه شنبه د ۲۰۱۳ م کال دمی ۱۴ مه ترسلو ډیر هغه افغانان چې پخوا یې دطاغوت په صف کې په اردو ، پولیسو یا اربکیانو کې دنده اجراء کوله ، په خپلو کړنو توبه ګار شوي او له مجاهدینو سره یوځای شوي دي .
په دې لړ کې یوازې دبادغیس ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې ۷۸ تنه اربکیان له مجاهدین سره یوځای شوي ، چې له دې جملې د غورماچ دپیتاوي دکلي قومندان بورجان ولد ملنګ سره له ۳۰ تنو اربکیانو ، دخانانو دکلي قومندان موسی ولد تورجان سره له ۲۸ اربکیانو اود تورجر کلي قومندان عبدالخالق سره له ۲۰ تنو اربکیانو ددښمن له لیکو راوتلي او جهادي صف ته راغلي ، مجاهدینو دوی ته دسر او مال دامن تضمین ورکړی ، او ټولو بیرته په خپلو کورونو کې دامن او عزت ژوند پیل کړی .
دبادغیس مجاهدین وایي چې له دې پيښې څو ورځې وړاندې دغورماچ په جنګ کې مجاهدینو ۲۵ تنه اربکیان ژوندي په جنګ کې ونیول ، چې ترنیولو وروسته یې استحسانا بیرته خوشي کړل ، دهمدې پیروزینې له برکته دسیمې ټولو اربکیانو له مخالفته لاس واخیست او جهادي صف ته راغلل .
یو بل خبر وایي چې دکندز دخان اباد ولسوالۍ ددوکان ادم دسیمې اربکیان هم نن مازدیګر له مجاهدینو سره یوځای شوي دي ، خبر وایي چې د همدې سیمې داربکیانو قومندان رشید ولد حسن سره له پنځلسو ملګرو هریو حبیب ، نعمت ، خدای نور ، بریالی ، عارف ، خان ، غلام رسول ، عالم ، ضیاء الدین ، ببرک او قدرت له یو میل ۸۲ ملي متري توپ ، یوه راکټ یوې پیکا او ۱۲ میله کلاشینکوفونو سره له مجاهدینو سره ملګري شوي دي .
دغه راز دکندهار په غورک کې ۸ اربکیان اود روزګان په چارچینو کې ۹ تنه پولیس له مجاهدینو سره یوځای شوي دي ، چې ډیرې وسلې یې هم جهادي صف ته سپارلې له دې پرته دزابل له شاجوی او د روزګان له دهراوود څخه دپولیسو او اربکیانو له مجاهدینو سره دیوځای کیدلو خبرونه هم ورکړل شوي دي .
دروزګان په چارچینو او نورو سیمو کې وړمه ورځ هم تر دیرشو ډير اربکیان او پولیس له مجاهدینو سره ملګري شوي او له مخالف صف څخه راوتلي وو .
له جهادي صف سره دمخالفو وسلوالو پیوستون او ډلې ډلې له کفري صف څخه راوتل او دجهاد صف ته داخلیدل کومه عادي خبره نه ده ، بلکې له یوې خوا که د کفارو دکمزورۍ او دجهادي صف دقوت سبب ګرځي له بلې خوا په قرآني قول داد الهي نصرت او فتحې ترټولو بارزه نښه او علامه بلل کیږي .
الله تعالی په سورة النصر کې فرمایي ( اذا جاء نصر الله والفتح ، ورأیت الناس یدخلون فی دین الله افواجا الی اخره ) کله چې دالله تعالی نصرت او فتحه راغله او تا ولیدل چې خلک دالله دین ته ډلې ډلې داخلیدل .
نو په دې استناد ویلی شو چې له اولس سره دمخالفو کسانو د پیوستون دابهیر بې له شکه دالهي نصرت او فتح زیری دی ، چې باید ورته خوښ او هیله من وا اوسو دالله تعالی تسبیح وکړو او دمغفرت درخواست وکړو .
د پولیسو ، اربکیانو او نورو کسانو له مخالفت څخه دلاس اخیستو بله ګټه داده ، چې په دې سره د دوی سر او مال امن کیږي ، او خپل عادي عزتمن او پرامن ژوند ته ستنیږي ، موږ ته معلومه ده چې دافغان اولس مطلق اکثریت سپیڅلی ، مسلمان او مجاهد اولس دی ، ددې اولس زامن او ځوانان هم د مؤمنو مجاهدو پلرونو زامن دي ، چې دهیچا ورباندې دا پیرزو نه ده چې دکافر په ننګه دې مړ شي ، خپلې کورنۍ ته دې پیغور شي او په قیامت کې دي دکفر په صف کې دوژل کیدو په جرم د جهنم اور ته ولویږي .
له ازلي بدبختۍ څخه دداسې کسانو د نجات یوازینۍ لاره همدا ده چې دمجاهدینو ددعوت او ارشاد له تګلارې استفاده وکړي ، او خپل دنیا او اخرت خوندي کړي .
اوس چې هرې ورځ ډلې ډلې ځوانان له دې فرصت نه استفاده کوي ، دکفر ددوستۍ لاس پریږدي ، له کفري یرغلګرو نه بیزاري اعلانوي او خپل مجاهد اولس ته رجوع کوي ، دا لوی سعادت او خوشالي ده ، چې باید زما غوندې ددې دردیدلي اولس دیوه غړي خوب وتښتوي ، او له ډیرې خوښۍ یې داختر دشپې دماشوم غوندې هیجاني او په خوښیو کې لالهانده کړي .
الله تعالی دې دا خوښۍ مستمري ولري ، الله تعالی دي زموږ ټولو ځوانانو ته هدایت وکړی ، الله تعالی دې کفري یرغلګر ورک کړي ترڅو زموږ ترمنځ دبیلتون عوامل له منځه لاړ شي ، الله تعالی دې زموږ اولس دالهي دین ترسیوري لاندې دامن ، سوکالۍ ، رفاه او هوساینې په فضا کې یو موټی او یولاس کړي . آمین یا رب العلمین