د قومندان رازق او تادین غلاوي او فساد

لیکوال: محمد سلطان شریفي

لیکوال: محمد سلطان شریفي

سلطان شریفي

د قومندان رازق او تادین غلاوي او فساد په بولدک ولسوالۍ کي لکه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي!

شاید دا به تاسو ټولو ته معلومه وي، چي زه تقریبآ د تیرو اوو کلونو راهیسي چاپي او تولنیزو رسنیو ته په عملي توګه لاس رسی لرم او د دغه کاري دورې په جریان کي مي یوه ورځ هم د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وړاندي راپور ندی لیکلی او نه مي غوښتل چي ويې لیکم، خو کله چي د ۲۰۰۹ عیسوي کال د نومبر د میاشتي د یوولسم ڼېټې څخه بیا تر ۲۰۱۲ د اکتوبر تر پنځمي نېټې پوري په دوبی کي د سورغر ورځپاڼي مسؤل وم، نو ان د نوموړي د لاسته راوړنو ستایني می هم کړي دي.

لاکن کله چي مي د ۲۰۱۲ عیسوی کال د اکتوبر پر شپږم تاریخ باندي دوبی یوار بیا د انګلستان د سفر په هوډ پرېښودل، نو تر هغه را وروسته که څه هم پدې ښه پوهېدم، چي قومندان رازق تر خپلی سپېڅلي دندي او دربدره ولس د حامد کرزي مافیايې ټیم او مشترکو ګټو ته ډېر وفادار دی، خو بیا مي هم د نوموړي په پرتله په کندهار کي د حامد کرزي فاسیدو وروڼو، پخواني ښاروال قاضي عمر، توریالی ویسا، نجیب احمدي، سیدجان خاکرېزوال او د ملي تلویزیون د ریس نورالله نوری اداري او اخلاقي فساد د کندهار په رسمي ادارو کي تر سخت څار لاندی نیولی وه، د لیکنو لومړیتوب او حق اولیت می هم تر قومندان رازق هغوی ته زیات ور کړی وو، چی تاسو به شاید د دغو فاسیدو اشخاصو په وړاندي زما د ټولنیزي پاڼی د لیکنو شاهدان یاست.

لاکن زما په لیکنو کي د قومندان رازق د فساد نشتون او نه یادول پدې معنی هم نه وه. چي ګڼي دا ښاغلی نو زما تر سترګو سپین چرګ ښکارېده او یا هم نوموړی د مسجید د محراب پشان سپېڅلی او پاک نفسه ؤ. بلکي د ټولو د توقع خلاف دا ښاغلی موږ ته د تېرو څورلسو کلونو په جریان کي د بیت المال په چور او چپاول کي دومره فاسید، غل، غاصیب او قاتل ښکارېده لکه د افغانستان په نورو ولایاتو، کلو او بانډو کي چي همدا اوس نور توپکیان د عام ولس تر نظر ښکاري.

ځکه موږ خبر یو، چي قومندان رازق د خپل واک او دوران په جریان کي پېله کومه ثبوته، محکمې او تحقیقه تر هرچا ډېر بېګنا مسلمانان او بېوزله ولس د کندهار په ریګو کي زیات ښخ کړل. موږ خبر یو چي رازق د حامد کرزي د وروڼو سره په ګډه د کندهار ولایت په ځینو وژنو او ترورونو کي ښه ونډه اخستې ده او موږ پوهېږو، چي نوموړی د کندهار د مافیا هغه کلیدي غړی دی چي دا دربدره ولس يې د خدمت ترعنوان لاندي د ملي بودیجې او خزانې څخه په مطلق ډول محرم کړی دی. موږ پدې هم ښه پوهېدو، چي قومندان رازق د تېرو څورلسو کلنو په جریان کي د بولدک سرحدي ګمرګ او ملي عواید د خپل پلار او مور شخصي جایداد بللی وو، لاکن څوک څه پوهېدل چي یوه ورځ به دا ښاغلی هم د نورو فاسیدینو پشان د شمیم صاحب، خالد هادي، شریفي او میرویس سمون بارګزي غوندي ځوانانو د قلم تر نښي لاندی سي او څوک څه پوهېدل چي یوه ورخ به رازق لغړی د خپلو وروڼو او لوټمارانو سره یو ځای د یو پاک نفسه والي او د کندهار د غیرتمند ولس و مخته د ملي عوایدو د غلا او فساد، له کبله د رسوايي ډګر ته راوځي.

خو نن زه د خپل غمځپلي کندهار هري کونډي او یتمیم ته دا زیری ورکوم، چې کندهار ولایت همېش د تاریخ په اوږدو د نهضتونو او بدلونونو غېږه وه، هري بېوزلي مور او په زړه داغ سوی پلار ته دا ډاډ ورکوم، چي دا اولس هر وخت د ظالم او مفسید په وړاندي خپله سینه د فولادو د زغري پشان سپر کړېده او د دوست او خدمتګار تر عنوان لاندي يې د فاسیدو او غلو چارواکو خولې د خاورو ورډکي کړي دي. هر ځوان ته دا ډاډ ورکوم چي تاسو د هغو پلارونو اولاده یاست، چي د غیرت کارنامو يې د ډهلي تخت، د اسپهان ښار، د ماسکو د کریملین سره ماڼۍ، د لندن د ډونینګ سټریټ لسم نمبر نړوالو شیطانانو ځاله او د واشینګټن سپینه ماڼۍ د ځلورو پنځوسو هیوادنو په ملتیا یرغل ته تر ننه تاریخه پوري د غیرت سر ټيټ نکړ. تاسي به هیځکله د پردیو په جوشک باندي تغذیه سوو لوټمارانو ته وار نه خطا کوي، او نه به د خدای په زور د ملي عوایدو د لوټوونکو په وړاندي خپل پلارنۍ جرائت او ټولنیز رسالت د لاسه ورکوی. بلکي د خپل وس او توان په اندازه به د مبارزې ډګر ته راوزي هر خاین، وطن فروشه او لوتمار به په عام محضر کی غندی.

زه تاسو ته دا ډاډ درکوم، چي یوه ورځ به قومندان رازق او شاولي کرزي غوندي غله او لوټوونکی به ستاسو په وړاندی تور مخ ولاړ وي او د دوی سره به د دې ښار د ملي عوایدو د یوې یوې روپۍ او یو یو څاڅکي بېکناه انسانانو د ینو حساب کیږي. هیله کوم د خینانو په وړاندي چپ مه کښېنی، خکه ستاسو ایمان او غیرت ستاسو په قوي اراده شهامت کی دی.

ګرانو هیوادوالو! د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال رازق چي هر څومره قهرمان او اتل هم سي، خو ستاسو د یوې روپۍ د لوټولو حق نلري، چي هر څومره باتوره او غښتلی هم وي، بیا هم دا ستاسو حق دی، چي د بیت المال د چور او چپاول په خاطر يې په وړاندي ږغ پورته کړی او د عدالت میدان ته يې راکش کړی. ترڅو د یو ولایت امنیه قومندان د سیدو غوندي جاهلانو پر سر هیڅکله بیا مرکزي حکومت ته د موازی حکومت ګواښ ونکړي. ترڅو يې بیا جاهل ورور تادین د حوت د غره د لمني څخه حکومتي استازي یرغمل نکړي او د خپلو غلاو په خاطر د بولدک ولسوالي سرحدي دروازه ونه تړي.

په اخیر کي غواړم دومره ووایم، چي لعنت دي پر هغه خبریالانو سي، چي د څو ډالرو بخشیشی او غوړمالۍ په خاطر د یو غله، فاسید، لوټمار او د قاتل عیبونو ته برائت ورکوي. لعنت دي د هغو مشرانو پر وجدان سي، چي په ډېر مهارت او چپلوسی د خاینانو ملاتړ او د حق ویونکو غندنه کوي.

په درناوي ستاسو د پښو خاوري محمد سلطان (شریفي)

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د الله ج په کړونو کی تشویش ، شک او مخالفت د مخلوق له خوا نامکمنه او حماقت دی مګر حیرانتیا کولی شو چه د دوستم او رازق په شان له خرو یی حنرالان او دسیاف او ربانی په شان خرو یی مفتیا ن او جهادی رهبران جوړ کړل ،ا چه د الله ج اراده وه زمونږ د منلو ولی حیرانتیا ځکه کو نه بوهیږو چه د دی تر شاه به څه راتلونکی وو ، ایا همدا کار به د مسلمانانو د پاره خیر وو یعنی د د ی ډول کسانو په جنرالیو او رهبریت به د مظلوم اولس شک… نور لوستل »