افغانستان

د سپین بولدک-چمن لار نن دریمه ورځ هم تړلي ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۴ ل): د سپین بولدک او چمن لار نن دریمه ورځ هم تړلي پاته ده، دغه لویه لار د سه شنبې د مازدیګر راهیسي تړلي او تراوسه یې د تړلو علت نه دی روښانه سوی.

د سپین بولدک ولسوالۍ ولسوال سیدعلي وایې چې نن هم لار د پاکستاینو ځواکونو له لوري تړل سوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته وویل چې لار د پاکستانیو ځواکونو له لوري تړل سوي او دوی نه پوهیږي چې پوري غاړي دغه ګام ولي پورته کړی، نوموړۍ وایې د بهرنیو چارو وزارت له لوري به د پاکستاني چارواکو سره ستونزه شریکه کړو.

په دې وروستیو کې حکومت په بولدک ولسوالۍ او ویش دروازه کې د پاکستان پر پوله د ګمرکاتو پر ټولولو د جنرال رازق سره د حساب کولو اراده لري.
ځايي ژورنالیستان او باخبره سرچینو په وینا جنرال رازق د خپل ورور تادین او ځايي مافیا چې د پاکستان اړخ ته هم جګپوړي امنیتي مسؤولین په کښي ګډون لري، په خوښه تړل سوی.

د پاکستان او افغانستان تر منځ تر تورخم وروسته سپین بولدک تر ټولو لویه لار ده، ددې لاري څخه په استفادې هره ورځ زرګونه افغانان د تجارت او یا هم نورو کارونو له لپاره دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي.

ددې لاري په بندیدو سره تجاران او ځایې دوکانداران د سختو مشکلاتو سره مخ سوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x