مه خفه کېږه! (۵۳)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کېږه!

الله تعالی وایې:

﴿ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴾
” د الله تعالی له رحمت نه مه ناامیده کېږئ، د هغه له رحمت نه کافران ناامیده کېږی. ”

د مسلمانانو په اړه وایې:

﴿ حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءَهُمْ نَصْرُنَا ﴾
” ان تر دې چې کله پیغمبران له خلکو نه ناامیده شول، او خلکو هم دا فکر وکړ چې د عذاب په هکله هغو ته دروغ ویل شوی وو، نو په ناڅاپی ډول پیغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېدله. ”

﴿ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنْجِي الْمُؤْمِنِينَ ﴾
” او له غم نه مو هغه وژغوره، او په دغه شان موږ مومنان ژغورو. ”

﴿ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا{۱۰} هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالاً شَدِيداً﴾
” او تاسې د الله تعالی په اړه مختلف ګومانونه وکړل، په هغه وخت کې مومنان ښه و ازمایل شول او سخت ولړزول شول. ”

‫#‏لاتحزن‬

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د