ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۵۴)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ څوک چې درڅخه بښنه وغواړی، ویې بښه!

د قصاص، بدل او غچ اخیستنې کوم قیمت چې حاقد او حاسد یا غچ اخیستونکی ته ورکول کېږی، په حقیقت کې هماغه پیسې دی چې د پوروړی له غوښو او وینو، نېکمرغۍ او خوښۍ څخه جوړې شوی وی.
که څوک غواړی، چې په دې سره د خپل انتقام اور مړ او درنه ګټه ترلاسه کړی، نو بې شکه چې له ستر تاوان سره مخ دی.
الله تعالی موږ ته په دې اړه داسې ویلی:

﴿ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ﴾
” او د غوسې خوړونکی او له نورو عفوه کوونکی او الله تعالی نېکان خوښوی. ”

او همدارنګه وایې:

﴿ خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ ﴾
” ای پیغمبره! د نرمۍ او تېرېدنې لاره غوره کړه، د ښو چارو ښوونکی اوسه، او له ناپوهانو سره مه نښله. ”

‫#‏لاتحزن‬

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x