mudiriat 1

د کیفیت مدیریت اصول او افغانستان

QUALITY MANAGEMENT PRINCIPLES AND AFGHANISTAN
 د ستاندارد نړیوال سازمان( د ISO ۱۷۶ فنی کمیټه( په اساس

مؤلف: استاد محمد ظریف امین یار

تاریخ History

د کیفیت(Quality)  بحث لوئ تاریخ لری او د اقتصاد/مدیریت پوهانو په نظر له هغه وخت نه پیل شوئ ده کله چې تجارت(Business)  منځته راغئ. مثلآ کله چې تاجرانو وغوښتل ترڅو خپل خرڅلاو(Sales)  کچه داسې ډیره کړی چې هم ښه محصولات(Products)  خلکو ته وړاندی کړی او هم خپل ځانونو ته یې ډیره ګټه(Profit)  ورسیږی دغه د کیفت د بحث پیل وو ځکه چې کیفت د محصولاتو سلامتی سره اړه لری.

د کیفیت د مدیریت لومړئ کتاب به توګه مونږ کولائ شو چې د مړو کتاب(Book of Death)  یادونه وکړو. دغه کتاب د میلاد(BC)  نه مخکې په مصر کې موجوده وو چې په دغه کتاب کې د مرګ نه وروسته د انسانانو د جسدونو مومیایی کولو پوره تګلاره لیکل شوې وه. د مومیایی کولو دغه بهیر(Process) ډیر په جدی توګه څارل کیده او نن پاتي شوی مومیایی ګانې دا په ډاکه کوي چې دغه پروسه کافی کیفیت سره اجرا کیدله. په ۱۱ پیړئ(11th Century)  کې د نقرئ(Silver)  او طلایی(Gold)  محصولاتو باندی عیار حک کول شتون درلوده چې دغه حک شوئ عیارونه مشتریانو ته د کیفیت د تضمین(Guarantee)  ډاډ یې ورکوه. بیا د منځنئ پیړئ نه وروسته د محصولاتو کیفیت د صعنتګرو مهارت سره مستقیمه تړاو پیدا کړو مثلآ که تاجر ښه او پیاوړئ صنعتګر درلوده کولائ شوه چې ټول بازار لاس کې واخلي. ولې صنعتی انقلاب(Industrial Revolution)  دا شونې کړه چې د ماشین آلاتو په کارولو سره شرکتونه کیفیت ته لاسرسی پیدا کړی. همدغه وخت وو چې کارخانې وتوانیدې چې ډیرو کارګرو او ماشین آلاتو ته لاسرسی پیدا کړي او همدغه وخت وو چې د دغه ډیر جمعیت کنټرول(Control)  کولو لپاره نوی مدیریتی سیستمونه(Management Systems)  د اړتیا په اساس منځته راغلل. د مثال په توګه بیلابیل ترکیبونه(Combinations)  وکارول شول لکه د کارګرانو، سر کارګرانو، سرپرستانو او مدیرانو ترکیب.دغه ترکیبونه عمومآ په ځنځیری ډول باندی پلان شوي وو چې هر عنصر یې یو بل سره تړلئ او متکې د یو بل متکي وو او د یو عنصر نقض ټول سیستم خرابوه او یا یې هم ستونزو سره مخامخ کوو ځکه خو کافی سخت کنټرول ته اړتیا پیدا شوه.او بالاخره د لومړي او دوهم نړیوال(World War I and World War II) جګړې په وخت کې د کارخونو کیفیت د پوځی ځواکونو لخوا کنټرول کیده. ولې نن په هغه نړئ که وسیږو چې شخصیتونه لکه تاګوچي. ایشیګاوا، شینګو و کراسبی د کیفیت مدیریت سیستم بنسټ کیښودونکي(Founders)  او پرختیا ورکونکې دي. هغه سیستم چې نشتوالئ یې د تجارتونو شکست باندی ډیر زر تبدیل کیدای شی او نن د شرکتونو  بریالیتوب ته یو لازمی عنصر ګنل کیږی.  

د کیفیت په اړه مختلف نظریات  Thoughts About Quality

    کیفیت یعنې د ځانګړتیا او اړتیا(Need)  سره سمون.
    کیفیت یعنې د مشتریانو رضایت(Satisfaction) .
    کیفیت یعنی د پیردونکو پیدا کول.
    کیفیت یعنی د موخو لپاره مناسب کیدنه.
    کیفت یعنې مشتریان بیا راشی ولې هیڅکله محصول بیا را ونګرځی.
    کیفیت یعنی د  ساتنې او تعمیر وړوالئ.
    کیفیت یعنې د محصول دوام او اعتماد وړوالئ.
    کیفیت یعنې په وخت سره تحویل او استونه.
    کیفیت یعنې د نقص نه پرته.

تعریف Definition

د کیفیت مدیریت(Quality Management)  د تولید(Product)  او خدماتو(Services)  په لړ کې یو نوئ بحث ده. که څه هم د کیفیت مدیریت سابقه د لړلیک پیل ته رسیږی ولې د کیفیت نوئ مفهوم په ۲۰ پیړئ(20th Century)  کې منځته راغلئ ده. د ISO9001:1994 لیدنې پر بنسټ د کیفیت مدیریت یعنې د محصولاتو جوړښت او تولید باندی څارنه ترڅو دا اطمینان لاسته راشی چې هغه شئ چې تولید کیږی د پلان کوونکي یا د مشتریانو اړتیاوې او غوښتنو سره سمون لري. دغه څارنیزبهیر(Controlling Process)   د سپارښت لاسته راوړنې او خامو موادو څخه  پیل د محصول د خرڅولو نه وروسته خدماتو(After Sales Services)  ته رسیږی.
د کیفیت مدیریت کې خورا فعالیتونه شامل دي، چې د کیفیت تضمین(Quality Guarantee)  او د کیفیت کنټرول(Quality Control)  هم پکې رازی. کیفیت نه یوازی تولید سره اړه لری بلکې خدمات او حتا دولتی خدمات(Governmental Services)  هم پکې شامل کیږي. د دولتونو د کیفیت مدیریت، زده کړې او روزول د کیفیت مدیریت یو نوئ بحث ده. د کیفیت مدیریت اته اصله(Principles)  لري چې ذیلآ توضیح کیږی.

 mudiriat 2
Figure #1: Quality Management Principles

لومړئ انځور: د کیفیت مدیریت اصول

لومړئ اصل Principle #1     

په پیردونکو باندې تمرکز Customer Focus

هر سازمان(Organization)  د خپلو مشتریانو باندی متکی او وابسته(Depended)  ده او باید د مشتریانو ننئ او راتلونکي اړتیاوې وپیژنی ترڅو د دغو اړتیاو د تحقق لپاره موثر ګامونه پورته کړي. ټول سازمانو باید د مشتریانو اړتیاو پر بنسټ پلان ګذاری(Planning)  او هلې ځلې وکړي ځکه چې ننئ نړئ کې مشتری یواځنئ مشر بلل کیږي.

پر مشتریانو باندی تمرکز او د هغو د حال او راتلونکي اړتیاوو او غوښتنو باندی پوهیدل د سازمان  لپاره د بازار فرصتونه(Market Opportunities)  پرانیزی چې په پایله کې د سازمان د سهمونو ګټه(Share Profits)  او د بازار سهمونو(Market Share)  د لوړتیا سبب ګرزی. د مشتریانو رضایت د سازمان سرچینې ، ګټه او اعتماد ډیره وي او د مشتریانو د وفاداري باعث کیږی چې په مجموع کې دغه فاکټورونه یو تجارت غوړوي.

په پیرودونکو باندی تمرکز د اصل پلی کول سازمان کې عمومآ  باعث کیږی چې:

    د مشتریانو د اړتیا و غوښتنو په اړه لازمې څیړنې وکړي.
    د سازمان د موخو او د مشتریانو د اړتیا او غوښتنو د اړیکو په هکله اطمینان حاصل کړي.
    د سازمان دننی ارتباطات ته د مشتریانو اړتیا او غوښتنو په روښنایی کې هدایت ورکړي.
    د مشتریانو د رضایت اندازه څرګنده کړي او د دغه پایلو په اساس اقدامات وکړي.
    د مشتریانو سره اړیکې په سیستماټیک(Systematic)  توګه اداره کړی.
    د مشتریانو د رضایت او د سازمان ګټو سره تړلي خلک(Stakeholders)  لکه مالکان، کارکوونکي، پانګه اچونکي او د نور بنسټونونه اطمینان حاصل کړی.

دوهم اصل Principle #1

مشري په مدیریت کې Leadership

د سازمان مدیر چې د مشری(Leadership)  کریکترلرونکي وي باید کوښښ وکړي ترڅو په سازمان کې هم غږی(Coordination)  پیدا کړي او د سازمان داخلی چاپیریال(Envrionment)  داسی جوړ ، سمبال او وساتي چې کارکونکې د سازمان د موخو لاسته راوړنې لپاره کاملآ مشارکت(Participation)  وکړي او یوې کراره، هم غږه او دموکراټیک(Democratic)  فضا کې فعالیتونه سر ته ورسیږی. د سازمان مدیریت د مشری کریکتر لرلو سره باعث کیږی چې د سازمان موخي وپیژندل شی او د دغو اهدافو د لاسته راوړنو لپاره په سازمان کې خوځیښت(Motivation)  پیدا شی.  

د مشری اصل پلی کول سازمان کې عمومآ  باعث کیږی چې:

    د سازمان ټول تړلي خلک یعنی مشتریان، مالکان، کارکونکي، تامین کوونکي، پانګه اچوونکي او نور بنسټونو اړتیاوې په نظر کې ونیول شي.
    هغه موخي چې خنډونه(Challenges)  خلق کوي د وخت سره تنظیم شي.
    مشترک ارزښتونه(Values) ، اخلاقي موډلونه(Ethical Models)  د سازمان په ټولو سطوح کې ایجاد شی.
    ډاډ او ویسا پیدا شی او ډار او ویره له منځه لاړه شي.
    کارکوونکي د اړینو منابعو ، زده کړې او خپلواکي(Independence)  نه برخوردار شی او د مسولیت او ذمه واری(Accountability and Responsibility)  سره فعالیت وکړي.
    کارکوونکي د خپل دندو او برخې په هکله هیله مند ، زړه ګرمي او دلچسپه شي او خپل دندې په واضح توګه تشخیص کړي.

دریم اصل Principle # 3

د کارکوونکو مشارکت Involvement of People

کارکوونکي د سازمان جوهر(Essence)  دی او د هغو مشارکت د سازمان بریالیتوب(Success)  او پیاورتوب(Strength)  لپاره لازمی امر بلل کیږي. د خوځښت پیدا کول، د کارکوونکو د سازمان لپاره هوډ او مشارکت ، د موخو په مخکې وړلو لپاره نوښت او ابتکار(Creativity and Innovation)  یو سازمان بریالیتوب او لوړ مقام ته رسولئ شي.

په کارکوونکو کې د دندو د ځواب ورکولو د مسولیت پیدا کول او د مشارکت لپاره هغوی خوځول او د هغوی مرستې د سازمان د مستمر بهبود او هوساینې زمینه برابروی.

د مشارکت اصل پلی کول په سازمان کې عمومآ باعث کیږی چې:

    کارکوونکي په سازمان کې د خپلو مرستو او دندو اهمیت وپیژني.
    کارکوونکي د خپلو فعالیتونو محدودیتونه(Limitations)  وپیژني.
    کارکوونکي د ستونزو مالکیت قبول کړی او د دغو ستونزو حل عهده په غاړه واخلي.
    کارکوونکي د خپل فعالیت د شخصی مقاصدو او موخو په لاره کي وڅیړي.
    کارکوونکي په فعاله توګه د صلاحیتونو د ډیریښت فرصتونه او د خپل پوهه او تجربه جستجو کړي.
    کارکوونکي په خپلواکه توګه خپل پوهه او تجربات(Experiences)  نورو سره شریک کړي.
    کارکوونکي په څرګنده توګه د ستونزو او د هغو پایلو په هکله بحث وکړي.

څلورم اصل Principle #4

د پروسې طریقه Process Approach

د سازمان د خوښي پایلې(Expected Results)  هغه وخت کې په موثره توګه حاصل کیږی چې د سازمان فعالیتونه په یوی موثری پروسې سره تړاو پیدا کړي او اداره شي. د پروسې طریقه د لږ لګښت او لږ وخت په کارولو سره کولائ شی چې سازمان ته سازګاره، د اټکل وړ(Predictable)  او بهبود شوي نتایج وړاندی کړي. بر علاوه د پروسې طریقه یا میتود تل د بهبود او هوساینې فرصتونه باندې تمرکز کوي او دغو عناصرو ته ډیره پاملرنه(Consideration)  سره سره لومړیتوب(Priority)  هم ورکوي.

د پروسې طریقه پلی کول د سازمان لپاره عمومآ باعث کیږی چې:

    د خوښې پایلو ته د رسیدلو لپاره اړین فعالیتونه په سیستماټیک توګه تعریف شی.
     د اساسی فعالیتونو مدیریت لپاره د مسولیت او ذمه وارئ شفاف(Transparent)  سیستم ایجاد شي.  
    د اساسی فعالیتونو وړتوب اندازه ، تجزیه او وڅیړل شي.
    د اساسی فعالیتونو مختلف ګډ فصلونه د نورو څانګو تعامل لپاره وپیژندل شي.
    په هغه عواملو لکه سرچینې ، طریقې او نور موادونه چې اساسی فعالیتونو ته هوساینه بخښلئ شی پری تمرکز وشی.
    خطرونه، پایلې، اود مشتریانو، تامین کوونکو، او نورو اړ خلکو د فعالیتونو اثرات وکتل او وڅیړل شی.

پنځم اصل Principle #5

د مدیریت لپاره سیستمی طریقه   System Approach to Management

د پروسو پیژندنه او پوهیدنه او د دغو تړلي پروسو مدیریت د یو سیستم په توګه، د یو سازمان ګټورتوب، موثریت ، اغیز ناکي او د موخو رسیدلو ته هوساینه ورکوي. سیستمی مدیریت(System Management)  یو سازمان ته یوه ځانګړې سیستم ټاکي چې د مختلفو د یو بل سره تړلي پروسو یو غوره طریقه وی چې د سازمان د سیستم پروسو کې تمرکز پیدا  کوی او د سازمان په تړلو خلکو کې ډاډ او اعتماد پیدا کیږی چې دغه تمرکز، ډاډ او اعتماد د سازمان کاری موثریت او ګټورتوب ته پرختیا ورکوي.

د مدیریت لپاره د سیستمی طریقی پلی کول په سازمان کې عمومأ باعث کیږی چې:

    د سازمان لپاره یو ځانګړئ سیستم چې د ګټورتوب او اغیزناکي له اړخه غوره وی پلی شي.
    دوه اړخیزه تړاو د سیستم په پروسو کې وپیژندل شي.
    د مشترکو موخو ترلاسه کولو لپاره ضروری دندې او نقشونه(Functions)  وپيژندل شي او د دغه په اساس خنډونه(Obstacles)  لږ شی.
    د سازمان توان او وړوالی(Capabilities)  وپیژندل شی او د سرچینو قیود د عمل نه مخکي ایجاد شي.
    دا چې یو سیستم کې یو ځانګړئ فعالیت څنګه عمل وکړی لپاره یې جامع تعریف او هدف ټاکنه وشي.
    سیستم د اندازې ، کتل او څیړلو په اساس په مستمر توګه پرمختګ وکړی.

شبږم اصل Principle # 6

دوامدار پرمختګ/مستمر بهبود Continual Improvement

د فعالیتونو دوامدار پرمختګ باید د ټول سازمان لپاره یو پایداره موخه وی. په دغه حالت کې د سازمان وړوالی پرمختګ کوي، د هر سازمان د فعالیتونو لپاره دغه مسله ګټوره ده ، د ستراتیژیکو پریکړو(Strategic Decisions) لپاره هم غږی په ټولو سطوح کې ایجاد کیږی او په نهایت کې د مستمر بهبود په اصل باندی عمل کول سازمان ته انعطاف(Flexibility)  ورپه برخې کوی ترڅو سازمان د مختلفو فرصتونو په هکله موثر اقدامونه وشی کړئ.   

د مستمر بهبود اصل پلی کول په سازمان کې عمومآ باعث کیږی چې:

    یو جامع او ګټوره طریقه په ټول سازمان کې د فعالیتونو مستمر بهبود لپاره وکارول شي.
    آشنا انسانی منابع(Human Resources)  د مستمر بهبود متیودونو او ابزارونو لپاره تامین شي.
    په محصولاتو، پروسو او سیستمونو کې د مستمر بهبود لپاره یو مشترکه هدف د سازمان ټولو کارکوونکو لپاره تعریف شي.
    د هدایت لپاره مقاصد او د مستمر بهبود په لاره کې د خنډونو لپاره اقدامونه ایجاد شي.
    پلی شوي بهبودونه وپیژندل او تصدیق شي.

اووم اصل Principle # 7

د واقعیت پر اساس پریکړې Factual Approach to Decision Making

په هر سازمان کې موثره پریکړې(Effective Decisions)  د خامو مالوماتو(Data)  د  تجزیه ، څیړلو او د مالوماتو(Information)  د تولید په اساس شونې ده. آګاه، پریکړي د پخوانو پریکړو اثبات او څیړول لپاره اغیزناکي او ګټورې دي .د بیا څیړنو وړوالئ او د دغه په اساس عقایدو کې توپیر ایجاد کونه او د پریکړو تجزیه، څیړنه او پرتله(Comparison)  د واقعیت پر اساس پریکړو د اصل د کارولو یو څو ګټو یادونه ده.   
      
د واقعیت پر اساس پریکړو د اصل پلی کول یو سازمان ته عمومآ باعث کیږی چې:

    د خامو(Raw)  او پوخو مالوماتو درستوالی(Accuracy)  او کفایت(Sufficiency)  په هکله اطمینان حاصل شی.
      هغه ټولو کسانو ته چې خامو مالوماتو ته اړتیا لري لاسرسی ورکړل شی.
    خام او پوخه مالومات د معتبرو میتودونو په کارول سره تجزیه او تحلیل(Analysis)  شي.
    پریکړې او اجرایی اقدمات د حقیقی تجزیه او تحلیل په اساس د تجاربو او بصیرت سره سره اجرا شي.

اتم اصل Principle # 8

تامین کوونکو سره دوه اړخیزې او ګټورې اړیکې
Mutually Beneficial Supplier Relationships  
سازمان او د هغه تامین کوونکي یو بل سره تړلي دی او یو ګټوره او دوه اړخیزه(Mutual)  اړیکه (Relationship)  د دواړو اړخو وړوالی د ارزښت پیدا کولو لپاره زیاتوی. د وړوالی ډیرښت او د ارزښت ایجاد دواړو خوا ته د بازار د تغییراتو او یا د مشتریانو اړتیا او غوښتنونو  په ځواب کې د انعطاف او ګړندیتوب سبب ګرزی چې د لګښت او منابعو کموالي باعث کیږی.

د تامین کوونکو سره دوه اړخیزی او ګټورې اړیکې اصل پلی کول په سازمان کې عمومآ باعث کیږی چې:

    یو متوازنه(Balance)  اړیکه د لنډ مهاله او اوږ مهاله محلاظاتو په هکله ایجاد شی.
    تخصصونه او سرچینې د یو بل سره په اشتراک کې کیښودل شی.
    اساسی تامین کوونکي وپیژندل او وټاکل شي.
    روڼ او شفافې اړیکې(Transparent Relationships)  برقراره شي.
    مالومات او راتلونکي پلانونه ټولو سره شریک شي.
    د فعالیتونو د بهبود او پرختیا لپاره ګډې هڅې وشی.
    تامین کوونکي د بهبود تشخیص کولو لپاره تشویق او خوځول شی.

د کیفیت مدیریت اصول  او افغانستان Quality Management Principles and Afghanistan  

د کیفیت مدیریت اصول په اړه ډیر څه لیکلئ شو ولې زه به په لنډه توګه پری بحث وکړم. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ نن په افغانستان کې د سولې(Peace)  نه وروسته تر ټولو مهمه مسله دا ده چې څنګه وتوانیږو افغانستان  په یو خود مختاره (Self-Sufficient)  او پیاوړئ(Strong)  اقتصادی هیواد باندی مبدل کړو ترڅو د امریکایی او غربی استعمار نه خلاص او د ګاونډیانو د اتکا او لاسوهنو نه هم نجات وموندو. دغه کار یوی بشپړې او موثرې اقتصادی ستراتیژی(Effective Economic Strategy)  ته اړتیا لري چې دغه ستراتیژی په عمومی توګه د مختلفو سیستمونو(Systems)  یوه هم غږی مجموعه وی چې پکې مختلفې پروژې(Projects) ، پروسې(Processes)  او فعالیتونه(Functions)  شامل وی او طبعیتآ یوی موثرې او رڼې ادارې(Management)  او مشري(Leadership)  ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له بده مرغه تر اوسه پورې د کیفیت مدیریت په اړه هیڅ کار نه دئ شوئ او دغه مفهوم افغانانو لپاره بلکل یو نوې شئ ده او دا شونې ده چې زما دغه اوسنی مقاله د دغه مفهوم د وضاحت په هکله په افغانستان کې د پښتو ژبې لومړئ لیکنه ده .زه په دی سخت ډاډ لرم که په افغانستان کې مونږ دغه مفهوم پلی کړو نو پایلې به یې انشاالله ګټورې(Productive)  وي. لکه څنګه چې په پیل کې ذکر شو کیفیت یو لوی بحث ده. اقتصاد پوهانو(Economists)  تر اوسنی وخته پورې د کیفیت په اړه مختلف تعریفونه وړاندی کړي دی چې اصلی مفهوم یې واحد ده. دوی تل د کیفیت مدیریت اصولو باندی ټینګار کړئ ده ځکه چې کیفیت واقعآ په تجارت کې یو مهمه عنصر(Element)  ده. د هغه ځای نه چې ننئ بازار د عرضې او تقاضا قوتونو(Demand and Supply Forces)  په اساس ولاړ ده ، خلک پکې د راکړې او ورکړې خپلواکي لري او د پیردونکو په اساس چلیږي یا په بل عبارت هر هغه اقتصادی نظام کې چې د بازار د میکانیزم(Mechanism)  په اساس نرخونه(Prices)  ټاکل کیږی هرو مرو به په پیرودونکو چلیږي ځکه خو هغه دغه معقوله مشهور ده چې مشتریان د آزاد بازار مشران دی(Customers is Boss in Free Market Economy)  او یو شرکت تر هغه وخت نه نشی بریالئ کیدائ ترڅو چې مشتریان جذب(Attract)  او خوشحاله یا راضی(Satisfied)  ونه ساتي بس همدغه په اوسنی اقتصادی نظام کې د بریالیتوب یوازنئ چابی(The Only Key)  ده! څنګه چې تاسې هم پوهیږئ په افغانستان کې کیفیت تر اوسه پوری ډیر مطرح نه وو.د دغه وضعیت لومړئ عامل دا وو چې افغانستان لږه موده کیده چې د آزاد بازار اقتصادی سیستم کې ګډ شوئ وو، دوهم دا چې افغانستان کې فقر(Poverty) په لوړئ سطح شتون درلوده او دریم دا چې تجارت هم ډیر په ټیټې اندازې شتون درلوده .عمومآ شرکتونو انحصاری(Monopoly)  ډول باندی محصولات او خدمات وړاندی کول او په افغانستان کې بازار د جوړیدو او غوړیدو په لومړي مرحلې کې ډغرې وښلې. ولې نن افغانستان کې ځنی فاکټورونو(Factors)  توپیر کړئ ده لکه اوس افغانستان کې خلک د آزاد بازار په سیستم باندی ښه پوهیدلي او د تجربې خاوندان هم دي له بلې خوا د تولید بازار هم کابو د سیالیتوب(Competition)  خوا ته په حرکت کې ده نو ځکه مشتریان نن ډیر په ساده توګه کولای شی چې د خپل د خوښې محصولات او خدمات لاسته راوړي. په افغانستان کې نن کابو ټول محصولات او خدمات د انحصار د ناوړي وضعیت څخه راوتلي دي او شرکتونه یو بل سره په سیالۍ بوخت دی چې دغه وضعیت مشتریانو ته ګټور ده او د آزاد بازار اساسی فلسفه(Philosophy)  هم په دغه موضوع سره تړلې ده. کله چې دغسی وضعیت په یو هیواد کې منځته راشی نو د مشتریانو اړتیاوې، غوښتنې(Needs and Wants)  او هیلې ډیریږی دلته بیا د کیفیت مفهوم مطرح کیږی. که څه هم کیفیت ډیرو نورو فاکټورونو سره تړاو لری ولې اساسی فاکټورونه یې د آزاد اقتصادی سیستم شتون، د سیالئ او بشپړو بازارنو پیدا کیدل، ښه حکومتداری(Effective Government) ، د عوامو عوایدو(Income)  کې ډیرښت، د پانګه اچوونو(Investment)  او سرمایې زیاتوالئ، د ملی اقتصاد پرمختګ، پرختیا او ودې کې ډیرښت او… دي.
په افغانستان کې به ستاسو پام وي چې ډیري داخلی(Domestic)  شرکتونه نشی کولائ د بهرني(Foreign)  شرکتونو سره سیالئ وکړي  دوی سختو ستونزو سره مخامخ دی او ډیری شرکتونه ورځ په ورځ ورشکستی خوا ته روان دي. پوښتنه داده چې دا ولې؟ د دغه پوښتنې ځواب ډیرو مسایلو باندی بحث غواړي ولې اساسی عامل د داخلی شرکتونو چې لا ماشوم شرکتونه(Infant Firms)  هم دی دا ده چې دغه شرکتونه وړتیا نلری چې بهرنی شرکتونو سره سیالی(Competition)  وکړي ځکه له یوی خوا نه د داخلی شرکتونو د محصولاتو او خدماتو کیفیت ښه نه وي نو له دی کبله بازار کې نوم او اعتبار(Reputation and Goodwill)  هم نلری او له بلې خوا نه هغه کوم تولیدی اړتیاوې، مهارت او تکنیکونه چې بهرني شرکتونه یې لری داخلی شرکتونه یې نلري یا خو ماشین آلات نلري یا بشری منابع نلري یا هم ښه مدیریت او تجربه نلري. که نور فاکټورونه ثابت وساتل شی(Ceteres Paribus) او تمرکز په کیفیت وشی چې په افغانستان کې داخلی شرکتونه د کمزورتیا او ورشکستی یو غټ عامل ده دا په ډاګه شی که چیری داخلی شرکتونه د کیفیت مدیریت په اصولو باندی عمل وکړي دغه خڼډونه او ستونزی به حل  اوفصل شي. د مثال په توګه افغانستان کې مونږ وایو چې افغانی دواګاني(Drugs)  د اعتبار وړ نه دی باید بهرنی راونیسو دغه ذهنیت(Image)  باعث د دی کیږی چې د افغانی دواګانو شرکت  توکو ته تقاضا کمه شی او بالاخره ورشکستی خوا ته روان شی اوس پوښتنه داده چې آیا رښتیا هم د افغانی دواګانو کیفیت ښه نه ده؟ زه په دی پوره باور لرم چې افغانی دواګاني کیفیتی ستونزی لري ولې دومره هم نه چې مونږ سره ذهنیت جوړ شوئ ده او ډیرې پاکستانی دواګانې د افغانی دواګانو نه هم ټیټ کیفیت لری ولې بیا هم تقاضا لري. نو لاره ده حل څه ده او  اصلی ستونزه کوم ځای کې ده؟ زما په آند لاره دی حل دا ده چې افغانی فارماسوتیکل شرکتونه(Pharmaceutical Firms)  د کیفیت مدیریت اصولو باندی عمل وکړي په دغه طریقه دوی به وشی کړائ چې خپل د محصولاتو کیفیت لوړکړي ، عوامو سره ښې اړیکې(Communications)  وساتي اوهم موثره بازارموندنه(Effective Marketing)  وکړي چې دغه ټول مسایل د کیفیت مدیریت اصولوکې شامل دی. بل مثال به د غوړیو(Ghee or Oil)  د شرکتونو درکړم چې دغو شرکتونو کې هم پورتنئ ستونزه شتون لري. که د غوړیو شرکت واقعآ د کیفیت مدیریت په اصولو باندی غور وکړي ډیر په سادګئ سره بازار نیولئ شی ځکه چې واردات(Imports)  او داخلی تولیداتو(Domestic Prodcuts)  کې ډیر توپیر وی او عمومآ داخلی تولید کوونکي په هغو محصولاتو کې چې ثابته فایده(Absolute Advantage)  لری مخکي وی .همدغه راز د شیدو(پیو) شرکتونه، د اوړو شرکتونه، د وریژو شرکتونه، د میوو شرکتونه، د جوسو شرکتونه او … د نورو شرکتونو حال ده دغه شرکتونه د کیفیت مدیریت او په عمومی توګه مدیریت ته پام نه کوي ځکه خو جدی ستونزو سره مخامخ دي د بازار په سیالئ کې پاتی راغلي دي.          

په افغانستان کې د خدماتی سکټور(Sector)هم همدغسی حال ده. چیره چې په نړئ کې خدماتي شرکتونه عمومآ د تولیدی شرکتونه نه هم زیات د کیفیت مدیریت او عمومی مدیریت ته پام کوي په افغانستان کې وضعیت برعکس ده، دلته خدماتی شرکتونو د مدیریت وضعیت ډیر خراب(Miserable)  ده او هیڅ پام ورته نه کیږی. په افغانستان کې عمومآ د مدیر په ځوکي هغه خلک کینول کیږی چې د مدیریت په ټکي باندی هم خبر نه وی همدغه اصلی لامل ده چې خدماتی شرکتونه په افغانستان کې په خروار خروار ستونزی لري او تجارت باندی ملنډې وښی. د مثال په توګه خصوصی پوهنتونو(Private Universities)  ته نظر وکړئ کله چې تاسو د مالوماتو شعبې(Reception)  ته داخل شئ عمومأ یوه ښکلې نجلئ به د مالوماتو مسوله وی چې د پیرودونکو د مدیریت په ټکي به هم خبره نه وی او په ناز ناز به خبرې کوي چې تاسو په فکر وکړئ چې حتمآ دا ماسره کومه اړیکه لري. بیا کله چې د مالی څانګې(Finance)  ته لاړ شئ حلته به وضعیت مختلف وی، تاسو به حیران شي چې دا څه ډول پوهنتون ده چې مخکي خو نجلئ ماسره په ناز ناز خبرې کولې او اوس چې داخله مې وکړه ماسره سم انسانی وضعیت حتا نه کیږی! دغسی ټول مسایل د کیفیت مدیریت اصولو له لاري حل کیدلئ شی چې په افغانستان کې له بده مرغه د کیفیت مدیریت اصولو پلې کونه د ګوتو په شمار سازمانونو کې شتون لري. همدغه راز د نورو خدماتی سکټورونو وضعیت ده زه به د مثال په توګه تاسو ته د بانکوالی(Banking)   یو وضعیت وړاندې کړم. یو ورځ یو بانک ته لاړم او غوښتل مې چې د حساب نه پیسې راکښم(Withdraw)  ولې کله چې صراف(Teller)  راسره داسی وضعیت کوو لکه چې د بانک ما باندې پور وي معتجب شوم ما ورته وویل چې ګرانه آیا د پیرودونکو سره باید داسی چلند وکړئ ما ته وویل پیسې د واخله نور سر مې په درد کوی د سهار نه کار باندی بوخت یم ، لیکچر مه راکوه! تاسو دغه رویه د مدیریت په تلې کې واچوئ چې ورته څه وویل کیږی. نن سبا هغه بانک بریالئ ده چې د کیفیت موثر مدیریت ولري، چټګ(Speedy)  خدمات وړاندی کړي، پیرودونکو سره ښې اړیکې ولری، او ښه په مخ تلل بانکي سیستمم ولري ولی بیاهم له بده مرغه افغانستان کې د مشتریانو د مدیریت(Customer Relationship Management)  مفهوم لا په صحی توګه واضح نه ده. همدغه راز د هوایی خدماتود سکټور، د مالوماتی او مخابراتی ټیکنالوجی(ICT) سکټور، د اسعارو د تبادلې(Currency Exchange)  سکټور، او حتا د روزنیز او ښونیز(Training and Education)  سیکټور چیرې چې مثلآ د موثر مدیریت  تریننګ ورکول کیږی حلته هم  دغه حال ده.

زه په دي کلک باور لرم کې پورتني سکټورونه د کیفیت مدیریت او د مدیریت نور اصول وکاروی ډیر زر به توپیر(Changes)  احساس کړي او شرکتونه به وغوړیږی. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ نن هغه شرکت بریالئ ده چې ډیر مشتریان جذب کړي او هغو ته غوره محصولات او خدمات وړاندې کولو سره دغه پخوانی مشتریان وساتی(Retain)  او نوی مشتریان جذب کړي او دغه بهیر ته ادامه ورکړي. د کیفیت مدیریت د یو سازمان هر یو کارکوونکي سره تړاو لريٍ زما په لپاره خو هر یو مشتری چې یو شرکت ته رازی مساوی په لسګونو مشتریانو ده ځکه که دا مشتری د شرکت د محصولاتو او خدماتو نه خوشحاله شی نو خصوصآ په افغانستان کې د هغه ځای نه چې خلک پراخې ټولنیزي اړیکې(Social Relationships)  لری د یو مشتری خوشحاله او راضی کول کولای شی چې سلګونو نور مشتریان ځانسره راوړي نو یو مشتری مساوی په سلګونو مشتری ده او هر یو مشتری باندی باید بازارموندنه او پام وشي. ترڅو چې یو سازمان کې مدیریت او مشرئ هوډ ونکړي چې کیفیت به پیاوړئ کوي هیڅکله هم به دغه شرکت پایداره وده به تر لاسه نکړي. د شرکتونو ټولې پروسې او سسیستمونه باید د کیفیت د مدیریت د اصولو په چوکات(Framework)  کې راشی هله به شرکت په صحی توګه د کیفت مدیریت وشی کړئ او په بازار(Market)  کې بریالئ شي.  

د کیفیت مدیریت نه یوازی چې تجارت لپاره ګټور ده بلکې حکومتونه(Governments)  هم کولای شی چې د کیفیت مدیریت اصول په دولتي چارو کې عملی کړي. نن سبا په نړئ کې د کیفیت مدیرت څخه په دولت کې ډیرې موثری استفادي کیږی او ټول پرمختللی هیوادونه(Developed Countries)  د دغه اصولو څخه کار اخلی . تاسو ته دا په ډاګه ده چې زمونږ دولت د نړئ د فاسدو(Corrupt)  او بیکاره دولتونو لیست کې شامل ده او تر اوسه پوری ونه توانیده چې د دولتدارئ یو موثره سیستم پلی کړی ترڅو د یو خوا نه موثر(Effective)، چټک(Accelerated)  او درست(Accurate)  خدمات وړاندی کړی او د بلې خوا نه د اداری فساد(Bribery and Corruption)  او نورو ناوړو استفادو مخ نیوئ وکړي. زه په دی پوره پوره باور لرم چې که د افغانستان دولت د کیفیت مدیریت اصول دولتی چارو کې عملی کړي او په صحی توګه وشی کولای چې ترینه کنټرول او کتنه وکړی نو زه اطمینان لرم چې د کیفیت مدیریت یو بشپړ سیستم دغه توان لری چې پورتني ناوړه عناصرو مخه ونیسی او ښه، چټک او درست خدمات د افغانستان ولس ته وړاندی کړي. مثلآ د کیفیت مدیریت په وسیله افغان حکومت کولاي شي چې د اداری فساد مخه ونیسی ځکه چې کله د کیفیت مدیریت پلی شی په اتوماټیک(Automatic)  ډول باندی داسی یو سیستم پیدا منځته رازی چې د دغه سیستم هر عنصر کتل او اندازه (Check and Balance) کیږی. دکیفیت مدیریت اصول داسی یو سیستم وړاندې کوی چې په هغه کې ټول عناصر یو بل سره تړلي او په یو بل باندی متکی وی په دي معنا چې هیڅګله هم یوکس نشی کولای چې یوازی اختلاس وکړی که کوی یې نو یو ډله(Team)  به یې کوی نو په دغه اساس مونږ د اختلاس  اندازه تر ډیر حده پوری کمولئ شو او که واقعآ په  په ایمان ولاړ او وطنپال(Devoted)  مدیران او مشران وټاکل شی نو د اداری فساد مسله به د افغانستان نه په خلاصیدو شی. همدغه راز د کیفیت مدیریت په وسیله دولت کولای شی چې ولس ته ښه او موثره خدمات وړاندی کړی او په بدل کې ولس د دولت نه راضی او د مالیاتو(Taxes)  د ورکولو لپاره تیار شی. په عمومی توګه ګله چې یو دولت د کیفیت مدیریت پلی کوی نو ولس کې د دولت لپاره خواخوږی(Sympathy) ، وفاداری(Faithfullness) ، ډاد، اعتماد(Trust)  او په دولت باندی اطمینان پیدا کیږی چې دغه ټول عناصر د یوي موثرې(Effective) ، پیاوړې(Strong) ، خودمختاره(Sefl-Sufficient)  او شفافه(Transparent)  دولت(Government)  ځانګړتیاوې دي. نن به نړئ کې کابو ټول حکومتونه د کیفیت مدیریت اصولو څخه په مختلفو شکلونو کې استفاده کوی انشاالله هغه ورځ هم لرې نه ده چې افغانستان هم د کیفیت مدیریت  د اصولو څخه استفاده وکړي.
 
په درنښت
محمد ظریف امین یار
لندن – بریتانیا
د ۲۰۱۳ کال د مئ د میاشتې ۱۴ نيټه
  

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د