ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۵۵)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ ته ډېر نعمتونه لرې!

د الله تعالی د نعمتونو په اړه فکر وکړه او شکر وباسه.
الله تعالی وایې:

﴿ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللهِ لاَ تُحْصُوهَا ﴾
” که تاسې د الله تعالی نعمتونه شمېرل وغواړئ، نو نه یې شئ شمېرلی. ”

هو! پرلپسې مهربانۍ، د ژوند او عافیت لورېینه، د اورېدلو او لیدلو لورېیه، د لاسونو او پښو نعمت او بیا اسلام خو تر دې ټولو ستر نعمت دی.
یوه سړی بل ته وویل: ایا د یوه میلیارد ډالرو په بدل کې به دې دواړه سترګې راکړې؟ ایا د میلیارد ډالرو په بدل کې به دې غوږونه راکړې؟ ایا د میلیارد ډالرو په بدل کې به دې پښې او لاسونه راکړې؟ ایا زړه به د ډالرو په بدل کې راکړې؟ له تا سره دومره نعمتونه شته؛ خو تا یې کله هم شکر پرځای نه کړ!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x