ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۵۶)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ دنیا پسې مه خفه کېږه!

هغه خبره چې نېکمرغۍ دې تضمینوی، دا ده چې د دې نړۍ په له لاسه وتلی مال پسې مه خفه کېږه، او ستر همت همدا دی چې د اخرت غم وخورې.
په سلفو کې یوه تن خپل ورور ته داسې وصیت وکړ، چې دغه ټول غمونه راټول کړه او یو غم ورڅخه جوړ کړه، او هغه له الله تعالی سره د مخامخ کېدو غم دی!
رښتیا هم د دغې نړۍ ټول غمونه د اخرت د غم پر وړاندې هېڅ هم نه دی.
الله تعالی د منافقانو په اړه داسې وایې:

﴿ أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِیَّةِ ﴾
” خو یوه بله ډله چې هغې ته یوازې همدا خپلې ګټې ارزښت درلود، د الله په باب یې رنګارنګ جاهلانه انګېرنې کولې چې له سره تر پایه د حق پر خلاف وې. ”

هو! تر ونې لاندې د پیغمبر ﷺ یارانو له هغه سره د دین لپاره په مرګ لاس نیوی کاوه! یو منافق ودرېده او ویې ویل: زما اوښ ورک دی، زه باید د هغه په لټه پسې ولاړ شم، ستاسې تر لای نیوی ماته خپل اوښ مهم دی.
رسول الله ﷺ په ځواب کې وویل:
” تاسې ټولو ته بښنه وشوه؛ خو د اوښ خاوند د الله په قهر اخته شو. ”
یو منافق ته خپل ځان مهم برېښېده، خپلو ملګرو ته یې وویل: په دې سخته ګرمۍ کې جهاد نه شئ کولای؟
الله تعالی یې دا ډول رد وکړ:

﴿قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرّاً ﴾
” دوی ته ووایه چې د دوزخ اور له دې څخه زیات ګرم دی، کاشکې دوی په دې پوهېدلای. ”

او داسې نور ډېر مثالونه هم شته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x