ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۵۸)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ خپل اجر او ثواب له الله تعالی نه وغواړه!

خپل نېک عمل تر الله تعالی پورې ځانګړی کړه، او د چا مننې ته انتظار مه کوه.
الله تعالی وایې:

﴿ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنْ رَّبِّهِمْ وَرِضْوَاناً ﴾
” د خپل رب د فضل او د هغه د خوشحالۍ په لټه د (کعبې) د محترم کور پر لوری ځې. ”

همدارنګه الله تعالی د خپلو استازیو په اړه وایې:

﴿ وَمَا أَسْئَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ﴾
” زه په دی کار باندې له تاسې نه د څه اجر غوښتونکی نه یم. ”

یو شاعر وایې:
” څوک چې د خیر کارونه کوی، اجر یې نه ضایع کېږی، ځکه نېکی د الله تعالی او د وګړیو ترمنځ یو شان ارزښت لری. ”
په کندهار کې یو شمېر مسلمانان په شهادت ورسېدل! عمر رضی الله عنه صحابه وو ته وویل چې: دغه وژل شوی کسان څوک وو؟ هغوی یې نومونه ورته واخیستل او ویې ویل، چې یو شمېر کسان داسې هم وو چې صحیح ونه پېژندل شول، نو د عمر رضی الله عنه له سترګو اوښکې تویې شوې، او ویې ویل: خو الله تعالی یې ښه پېژنی، چې دوی څوک وو!
په نېکانو کې یوه تن یوه ړانده ته غوره خواړه ورکړل، نو ښځې یې ورته وویل چې دغه ړوند خو یې نه پېژنی چې څه خوری؟ سړی ورته وویل: الله تعالی خو یې پېژنی! کله چې الله تعالی ستا د خیر او په نېکو چارو پوه او خبر دی، د خلکو یې څه پروا !؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x