ادبي لیکني

فـــــورد – د پند او عبرت ګټوره کیسه

حامد افغان

یو شتمن سړی یوځای ته روان و، په لاره کې یې خپل فورد موټر خراب شو. د موټر بانټ یې پورته کړ د انجن شاوخوا یې لیدل، څو خرابي پیدا او روغه یې کړي، په دې وخت کې یوه سړي موټر ورته ودراوه او ورته ویې ویل: که څه خدمت یې زه تیار یم، ده ورته وویل: مننه خدمت نشته.

سړی ولاړ او دی پخپل موټر اخته پاتي شو، دوه دری ساعته وروسته هماغه سړی بیرته په دې لاره راغی بیا یې موټر تم کړ او ده ته یې وویل: آیا ته باوري یې چې هیڅ ډول مرستې ته اړتیا نه لرې؟ ده ورته وویل: زه باوري یم چې هرډول مرستې ته اړتیا لرم، موټر مي ډېر خراب دی او زه یې په خرابي نه پوهیږم.

هغه سړي موټر وکوت او په څو دقیقو کې یې د موټر خرابي معلومه او اصلاح کړه، د موټر خاوند هک حیران پاته شو او ورته ویې ویل: عجیبه ده! دومره ژر موڅنګه خرابي پیدا او اصلاح کړه؟! هغه سړي ورته وویل: زه پخپله فورد یم (د فورډ موټرو د شرکت څښتن) او دا زما خپل موټر دي د دوی هره پرزه او هر شي ماته ځان ځان ته معلوم دي، مامخکي هم ځکه د مرستې درته وویل.

پایله: موږ ټول د الله مخلوق او هغه زموږ خالق دی خپلې ټولې ستونزي او مشکلات باید یواځي هغه ته وړاندي کړو، ځکه هغه زموږ په هرڅه ښه خبر او زموږ دټولو ستونزو ښه حل کوونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x