افغانستان

نور الحق علومي له دندي دګوښه کېدو وروسته دملي امنیت شورا ته خپل وروستی یاداشت پر لیکه کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۴ ل): تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي له خپلي دندي څخه ګوښه کړ، او پر ځای یې جنرال تاج محمد جاهد وټاکه.

اشرف غني نه یوازي نور الحق علومي له دندي ګوښه کړ، بلکي هغه یې د نورو اختلافونو د پارولو له ویري له هیواده تبعید هم کړ، او په هالینډ کې یې د سفیر په توګه وټاکی.

نوموړی ددې تر مخه هم په هالینډ کې اوسیدی، د وزارت پر مهال یې هم کورنۍ په همدې هیواد کې مېشته وه، سربېره پر هغه یې د هالینډ پاسپورټ او تابعیت درلود چې د وزارت له پاره تر هغه تابعیت تیر سوی وو.

نور الحق علومي له دندې د ګوښه کېدو وروسته ولسمشر اشرف غني ته په خپل اوږده لیک کې ویلي چې وزارت په راتګ سره یې ددغه وزارت ډیر خیالي پولیسو تصفیه کړې، د خونړي کال او جګړیز حالت کې دده اکثریت غوښتني او وړاندیزونه د ولسمشر له لوري ځنډول شوي او همداسي یې په جنګي حالت کې ډیر وخت پر دې مصرف سوی چې په خپل وزارت کې په میراث ورپاته سوی فاسد نظام له سره جوړه کړي.

نوموړي د پولیسو په لیکو کې د مرګ ژوبلي د یادوني پر مهال ویلي چې دغه مرګ ژوبله ځکه زیاته وه چې دده غوښتنو او وړاندیزونه به مسترد کېدل او یا به قصدا د تاخیر سره مخ وه.

د ملي امنیت شورا ته د نور الحق علومي وروستی یاداشت له لاندي ادرس څخه کښته کولای سئ:

متن یادداشت محترم نورالحق علومی عنوانی شورای امنیت ملی افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د علومی د استفراق کولو په اړه د صافی کال ( د حکومت سره د کنړ د صافو جنګ ) را په یاد شوه ، دغه جنګ ته به یی زیات هزاره ګان یا نور فارسی ژبی راوستل چه د پښتنو مقابل کی یی له ژبنی کرکو یی کار اخستی وی . په هر صورت په دغو عسکرو کی یو مړ شو هغه وخت د ژر نقلولو اسانتیا وی نه وی او د لیرای خطرات هم زیات وو تصمیم یی ونیو چه کنړ کی یی خاورو ته وسپاری مګر د مړی د پاره څه زړا ته هم اړه وه ،… نور لوستل »

hassin

امنیت شورا ته دعلومی اوږد لیک چې د یو ډول دفاعیی او عذریې رنګ لري له استعفی وروسته نه بلکی هغه وخت لیکل شوی او سپارل شویدی چې له وزارت څخه دګوښه کیدو آوازې ېې غوږو ته ور رسیدلي دي دلیک په پای کې هم په غټو تورو لیکل شوي : نورالحق علومي وزیر داخلهء افغانستان

الحاج استاذ بیانزی

بخښنه کوی چه مونږ یو ناښاعلی ته د ښاغلی نوم لیکلی ، الله ج دی مونږ ته بخښنه وکړی غنی او د هغه ټول ایزمی غلامانو او ځینو پلورل شوی اخوانیانو خبل شاغلیتوب په هماغه ورخ له لاسه ورکړی چه د یو څو ډالرو او مقامو د پاره له خپلی خاوری ، خلکو او خبلواکی او ناموس د پلورلو د پاره هر ډول بی غیرتیو ته ننوتل

نوید ازاد

دا به د چا پلار پښتو کړي؟!

که مو د لیک مهم ټکي، یا خلاصه راسره شریکه کړل.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x