نظــر

دا کرزی اوس لیونی دی که يې بنګي کړیدي ؟

په پښتنو کي چي کوم څوک یو ناشولټه کار وکړي او یا داسي عمل ترسره کړي چي دده او ملګرو يي نوم په بد سي نو خلک وايي چي دا فلانی سړی اوس لیونی دی که يي بنګي کړیدی  چي ټوله دوستان يې په خلکو کي وشرمول .

د کرزي دا هم دا یوه نه ده ، دا يي څووم واری دی چي خپل د څنګ یاران او دوستان شرموی، یوه پلا یوه خبره وکړي بیرته پر پېښمانه سي، بیا یوه خبره د خپل بادار امریکا د خوښۍ لپاره اعلان کړي امریکا يې ور رد کړي او هغوي اعلان پسي وکړي چي دا خبره دروغ ده!

ډېر ليري به نه ځو څه موده مخکي کرزي په یوه لويه غونډه کي وویل : ( امریکايي درینجا صاحب نیست، پاکستاني درینجاصاحب نیست، جرمن وفرانسه وانګرېزدرینجاصاحب نیست، ما صاحب استیم ! بري یکچند روز اینجاآمده پس میره ! وخوشبختانه زود میره ! تشویقش کردم که زود برآید...) مګر څه موده  وروسته يې دبي بي سي لخوا په جوړه سوې مطبوعاتي جرګه کي د داوود جنبش دپرلپسې اصراري پوښتني چي که امریکاستاسي شرایط ونه مني تاسو ورسره ستراتېژیک تړون امضاء کوئ ؟ په ځواب کي وویل : ( امریکا آمده نه میره برادر ! نه میره بېغم خواسته هاي تان ازیش بخواهید …) .

اوس سړی حیرانیږي چي دا کرزی اوس لیونی دی که يي بنګي کړی ځکه که پر سد وايي نو داسي متناقضي څرګندي به يې نه واي کړی او که يې نشه کړیوي نو بیاخو بېله خبره ده.

په کابل او بیا په هلمند کي يې د دوو لویو غونډو پر مهال طالبان تورن کړل چي امریکاته خدمت کوي او څو نورې ناشولټي خبري يي هم وکړې چي ټولو نړیوالو مطبوعاتو په خورا جوش دا څرګندوني خپرې کړې کله چي امریکا دده دا خبري واورېدې نو هغوي هم د غوصې ترڅنګ دده دې خبرو ته حیران پاتي وه چي موږ هره ورځ له طالبانو سره په جګړه کي خپل نازولي قربانوو ، په بوجیو بوجیو ډالر مصرفوو او اوس له طالبانو سره دملګریتوب پیغور راکول کیږي، دده ددې ناشولټي د څېړني په موخه امریکا خپل جګ استازی د بهرنیو چارو وزیرکابل ته را واستاوه کله چي يي له ده سره ولیدل دی ورته مخامخ پښېمانه سو او دا يي د مطبوعاتو درغلي یاده کړه !

امریکا حیرانه ده چي دروغ خو موږ هم وایو خو دکرزي په رنګ دروغو ته بیخي هک پک سوي یو، کارپوهان ، سیاسي شنونکي او علمي کدرونه یو هم نه پوهیږي چي کرزی دا څرګندوني ولي کوي ؟ که يي کوم هدف درلودلاي نو بیا ولي پرپښېمانه کیږي ، بالآخره به دوی هم دا دوې فیصلې کوي : یا لیونی دی اویا يي بنګي کړیدي !

څو ورځي مخکي کرزي په کابل پوهنتون کي د ډېرو خلکو مخته په ښه لوړه غاړه وویل چي امریکا له افغانستان څخه نهه فوځي اډې غواړي او بیايې د سیمو نومونه یو په بل پسې لیکه کړل، دده په وینا د امریکاغوښتنه منو او دا اډې ورکوو خو د امن په شرط !

ډیر وخت نه وو تیرشوی چي سپیني ماڼۍ د کرزي خبروته غبرګون وښود ، غبرګون يې یوڅه په پوښ کي وو ( امریکا په افغانستان کي فوځي اډې نه غواړي او یوازي د افغانانو په غوښتنه له ۲۰۱۴ کال وروسته هلته پاتېږي )، په دې غبرګون کي ښايي کرزي او انډیوالانو يي داسي فهم اخیستی وي چي امریکا د اډو خبره بیخي نده رد کړې بلکه زموږ غوښتنې ته يې هم څه ناڅه کتلي دي، مګر تیره ورځ په کابل کي دامریکامرستیال سفیرد کرزي دا څرګندوني چي امریکاله افغانستانه نهه فوځي اډې غوښتي ناسمي وبللې اوپه دې اړه يي له کرزي سره هرډول خبري ردکړې، دده دخبرو خلاصه داوه : ”دا ناسمه ده، موږ اصلاً د اډو په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې. ځکه چې زموږ پوځيان به د سلامشورې رول لوبوي او دا دوی ته مهمه ده چې د افغان پوځيانو اډو ته لاسرسی ولري”.

د امریکايي چارواکي له څرګندوونو دوې خبري ښکاره سوې چي یوه په افغانستان کي د اډو نه لرل او بل له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکایانو صرف مشورتی رول او یا هم بیخي نه موجودیت !

د امریکايي چارواکي له څروګندونو مطلب ښايي کرزي او دده یارانو ته دا وي چي نور ستاسو په زاریو او تشو لاپو په افغانستان کي خپل ځان هلاکت ته نسو اچولاي، او نه نوره دا بې تحمله جګړه اوږدولای سو.

ددغه سور څراغ دښودلو ترڅنګ امریکانوري داسي کړني هم کړي او کوي يې چي مخامخ دکرزي او دده د ادارې خواپرې بدېږي او دا ورته ښيي چي امریکا نه نور ستاسو رنګ احمق غلامان خوښوي او نه به درباندي نور مصرف وکړې، خو کرزي بیا هم بنګي کړي او ویاند يې نن وویل چي د امریکا مرستیال سفیر دروغ وايي او امریکا د اډو غوښتنه راڅخه کړېده.

که کرزي لیونی وي نو امریکا ته په کاره ده چي د امریکا یوه عالي دارالمجانین ته يې داخل کړي او یا يي له غمه ځان خلاص کړي.

او که نشه اي وي نو بیا دي د ارګ د ډالرو په کڅوړو کي نور شراب نه ورته راوړي چي له بې هوښه څرګندونو يې بېغمه شي.

عبدالعزیز عازم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x