افغانستان

د کندهار دوالي او امنیه قومندان ترمنځ پر ګمرکي عوایدو اختلاف اوج ته رسیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي او امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تر منځ د سپین بولدک ولسوالۍ پر ګمرکي عوایدو اختلاف رامنځته سوی، د اختلاف د هواري او څېړني لپاره د کابل څخه یو پلاوی هم کندهار ته رارسېدلی دی.

د کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي په امر د ملي امنیت کارکوونکو د سپین بولدک د ګمرک مدیر، د دخولي او خروجي دروازو مامورین نیولي تر څو هغه پیسې چې اوس د جنرال عبدالرازق د پلویانو شخصي جیبونو ته ځي د حکومت په خزانه کې جمعه سي.

د کندهار دوالي ویاند صمیم خپلواک د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نیول سوي کسان ځکه په توقیف کې ساتل سوي چې دوی هره ورځ لسګونه موټر د ګمري تعرفې پرته ایستل او هغه پیسې چې باید د حکومت په خزانه کې جمعه سوي وای په غیر قانوني توګه ددوی جیبونو ته تللي.

داسي راپورونه هم ورکړل سوي چې د ملي امنیت هغه کارکوونکي چې غوښتل یې نیول سوي کسان کندهار ښار ته ولیږدوي په لار کې د حوت غره په سیمه کې د جنرال عبدالرازق د پلوي عسکرو له لوری نیول سوي او ددوی سره بندیان دي.

د کندهار د والي او امنیه قومندان تر منځ اختلاف جدي ګڼل کيږي چې له امله یې د کندهار ځایې چارواکو هڅي پیل کړي تر څو اختلاف پای ته ورسوي او همدارنګه د کابل څخه د همدې موضوع اړوند یو پلاوی هم کندهار ته رارسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x