
ای جانانه سترګو سترګو ته مـــــی کیږی
ای جانانه سترګو سترګو ته مـــــی کیږی
زه دی مــــــړشم یو لحظه که می هیریږی
شپه په ویښه تیـــــروم د زړګـــــــــی سره
آسمان ګـورم په سپوږمی کی ته ښکاریږی
چی ســــــلام کـلام ونکــــــړم بیا خفه یی
زړه مـــی بد شی سالـو لاندی چی ژړیږی
زړه یی درد کــــوی علاج به یی ونه شی
چی رخصت ور ځینی اخــــــلی روانیږی
یوه ورځ چی یی په خیال کی هم را نغلی
دا صـــــــبور چــــــــی په تا پسی کړیږی
کابل آریانا تلویزی 25 ـ 02 ـ 1392
غزل : عبدالصبور روفی