غزل: چينار ټکور

 

چینار ټکور

 

تلوارمه کړه لېونیه لږخوتم شه
شېرین عمره بېړنیه لږخو تم شه

په سلګوسلګوکې مه رانه تېرېږه
دژوندون مازدیګریه لږخوتم شه

دځوانۍ په درشل اوس یمه ګډ شوی
درته سوال کوم مرګیه لږخوتم شه

انقلاب دی خدای خبرچې بیابه راشې
طالب جانه ګلالیه لږخوتم شه

اسمانونه ځمکې دواړه درته ژاړي
اې ددرد سوې زګېرویه لږخوتم شه

همېشه په چیغوچیغومه ژړېږه
دټکورغریب زړګیه لږخوتم شه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د