شعـــــرونه

ډیوه مه بلوه

سپين کوچی

کافر مو نه پریږدي كراره، ډيوه مه بلوه
پاس الوتکي گرځي ياره، ډيوه مه بلوه

زړه دې نری دی گوره! مه مې گوره، څه مې كوي!
وينې مې څا څي له پرهاره، ډیوه مه بلوه

چې زه به پاتې شم ژوندی او که نه څنگه اشنا؟!
ته مې ټپونه يو، يو شماره، ډيوه مه بلوه

بلا دې واخلمه، د ښار د رڼا گانو یاره
موږ په تیارو کې وهو لاره، ډیوه مه بلوه

چوپ شه، ته غوږ شه، چې له كومې خوا خبري راځي؟
څوك شته! غږیږي په اواره، ډیوه مه بلوه

موږ دقران او دسنتو دکاروان لاروي
موږ پسې هر وخت سپینه یاره ډیوه مه بلوه

راځه کوچیه دتروږمۍ د مسافرو په یاد
ستوري به شمارو تر سهاره ، ډيوه مه بلوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x