افغانستان

طالبان وایي په جوزجان کې د دوستم مقابلې ته تیار دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۴ ل): د طالبانو ویاند وايي که رشتیا هم دوستم د جوزجان ولایت ددې لپاره راځي یا راغلی وي چې د طالبانو سره جګړه وکړي، نو مونږ د مقابلې لپاره تیار او پوره امادګي لرو.

نوموړي وویل چې په جوزجان ولایت کې قوشتبیه ولسوالۍ اوس هم ددوی په لاس کې ده، او د بیا نیول کیدو خبري يې هسی افواهات دی.

ذبیح الله مجاهد په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې ددې تر مخه هم دوستم او «ګلم جم» ملیشې یې خپله ټوله هڅه کړې، خو بیرته تښتېدلی او تر ننه ورک وو.

طالبان د ګلم جم مليشې هغه ناقانونه قومي ملیشي بولي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم له لوري د قومیت پر اساس تشکیل شوي او د پښتنو په سیمو کې د هیڅ راز ظلم او وحشت څخه دریغ نه کوي.

ددې تر مخه دوستم د فاریاب او جوزجان په شمول په نورو ولایتونو کې هم لوی عملیات په کار اچولي، خو د کتونکو په باور بېله دې چې ځايي خلکو ته یې ستونزي ایجاد کړي وی، نور یې هیڅ نه دي کړي.

طالبان په داسي وخت کې دا خبري کوې چې تازه په کابل کې د سولي په نوم څلوراړخیزه غونډه جوړه شوې وه، په دغه غونډه کې د ګډحکومت استازو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولي خبرو ته اماده سي، خو بل لوري ته د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په اړه خبر ورکول کیږي چې د جګړې لپاره خپل ملیشې تقویه کوي او دهغوی ترڅنګ په جګړو کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalid Ahmadzai

تر څو چې د طالبانو مشکل حل نشی پنجشیریان او دوستمیان خو څه چی د دنیا جنرالان ټول راولی گټه نلری او نه امنیت راتلای شی بل اوس دا جنگ د طالب په نوم له پشتنو سرہ روان دی هغه ناقانونه قومي ملیشي چې د کابل پرديپاله لاسپوځي حکومت (جنرال دوستم) له لوري د قومیت پر اساس تشکیل شوي او د پښتنو په سیمو کې د هیڅ راز ظلم او وحشت څخه دریغ نه کوي او کوم پشتانه چی په دولت کی حضور لری ھغه ھیڅ وخت د غیرت مندو پشتنو استازیتوب نشی کولای ھغه ټول د نیک ټایی پشتانه… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

خالد صاحب ، زه پوه نه شوم چه ستاسی مطلب د طالبانو له مشکل څه دی ، که د خاوری خلکو او خپلواکی څخه د فاع خبره وی هغه خو یوآځی د طالبانو ستونزه نه زمونږ د ټولو مجاهد او لس ستونزه ده مګر هغوی ورته کار ویلی او مونږ په معاذیرنیو یا بی غیرتانو کی یو مګر تایید خو یی کوو چه له بی انصافی هم ونه وځو . دوهم تاسی وایاست چه هلته د پشتنو په ضد کړنی روانی دی ، همدا د امریکایانو پلان دی چه جهادی روحیه په قومی روحیو واړوی ، دوستم یا اربک نه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x