ادبي لیکني

شعري هنر

یونس تنویر

د هنر د پيژندنې په اړه همغږي شتون نه لري. او نه یې په یوه خاص تعریف کې ایسارولی شو. د هر فن د هنر تومنه ځانګړې ده. هنر کوم الهام نه دی؛ بلکې د انسان په ذوق جوړ شوی څیز دی. یانې کوم شی چې انسان یې تخلیقوي په هغه کې به هنر وي.

د ګل په جوړښت کې هنر نه شته. ځکه دا دخدای )ج( د نظام ځانګړنه ده.

او هغه ټول شیان ښکلي پیدا کړي دي. کله چې انسان د یوه شي د جوړښت هڅه کوي؛ نو په هغه کې د هنر شتون اړین دی چې د خلکو احساسات را وپاروي، نو په همدې وجهه هنر دا حساساتو ښکارندوی ګڼل شوی دی.

یانې په همدې وجهه په یوه صنعت کې باید، یو هنر شتون ولري. او همدا د هنر او صنعت د تړون توجع ده. د هنر په اړه نورې خبرې پریږدو، ممکن د محب الله محب د ژباړل شوي کتاب (هنر په خپله بڼه) خبرې رانه وشي. دغه اثر د هنر په اړه تر ډېره څرګندونکی اثر دی، مګر زموږ کار د شاعرۍ د هنر سره دی.

شاعري نو تر ټولوهنرونو، ځکه لوی هنر دی چې د احساساتو بیان ته ځانګړې شوې ده. د حسي تجروبو منظر دی. د ذهني تصاویرو ادراک دی. خیالي تجربه ده. او همدغه توکي د هنرپه پنځونه کې اړین دي. د کالینګوود وینا ده چې هرتخیلي تجربه حسي تجربه ده.

او د هنر دنده د احساساتو، بیان دی. ذهني انځورونه د حقیقي هنر ښودنه کوي.(هنر په خپله بڼه)

حسي تجربه هغه څه راپیژني چې واقعیت ولري. پنځه حسونه هغه څه را پیژني چې شتون یې یقیني وي. اوموږ خو په تېرو مقالو کې هم ویلي و چې تخیل مطلق درواغ، نه دی.

همدا تخیل دی چې هنر را ولاړوي. کله چې ذهني انځور حقیقي هنر وي؛ نو شاعري خو تر ګردو زیات ذهني انځورونه لري. شاعري خو بیا تر ټولو هنرونو لطیف حقیقت دی.

شاعري د هنر یو داسې ځاله ده چې د هنر ټول روح پکې شتون لري. او همدغه هنر ښه شاعري ایجادوي. لکه څنګه مو چې په پورته خبرو کې په صنعت کې د هنر ذکر وکړ. همدا وړ په شاعرۍ کې د هنر شتون ته ژمن یو. موږ به هله ښه شعر ولیکو چې د هنر تومنه پکې نغښتې وي. هنر یو جوهر دی. هر شی یو فطرت لري .همدا د شاعرۍ فطرت دی. همدا شی د شعریت توکی دی. همدغه شی بیان خیالي کوي. د همدغه شي په واسطه فکر، عاطفه، احساس… ښکاره کوو. دا هنر څه وړ هنر دی؟ او په شاعرۍ کې څه وړ را وستل کیږي؟

شعري هنر د کلمو روحونه سره تړي. او یو داسې شی رامنځته کوي چې ناپدید وي. دا د شعر بهرنی هنر دی.

چې خبرې نا اشنا کوي. عادي بیان، غیر عادي کوي. او بیا ددغو متفاوتو شکلونو څخه یو داسې منظر را وباسي یا یو داسې شی را انځوروي، چې د اپلاتون د انډیولانو کینه را ولاړوي. دوی ته دغه ناپدید منظر د منلو نه دی. نو طبعآً محاکات به تقلید بولي. مګر محاکات سوچه تقلید نه دی. محاکاتو ته د بیا ښودلو نظریه، په شاعري کې غلطه خبره ده.

هغه داسې چې شاعري د کایناتو ماهیت څیړي. او ماهیت معنوي کړنه وي. او معنوي کړنه لکه روح کوم جامد شی نه دی. نو په کوم دلیل محاکات تقلید وګڼو؟ او په کوم دلیل شاعري د تقلید پلیونې وشمېرو؟

د شاعرۍ هنر په دې کې دی چې فطرت نګاري کوي. د شیانو ارواوې څيړي. او په هغه کې د ښکلیو او عاطفي شیانو څیړنه کوي. تاسې یې لاندې مثالج وګورئ:

د ژبې سر ترې لاندې باسه

د زنې سر نه مې ګبین وڅڅېده نه

د پورتنۍ لنډۍ هنر په تقاضا او غوښتنه ولاړ دی. دغه تقاضا په یوه داسې هنر سره شوې ده، چې هم قوي منطق لري او هم خیال ، نو نه منل یې ناشونې خبره ده.

که مو کوټه سورۍ وي. او په باران کې ترې اوبه څاڅي؛ نو که څومره ستومانه او سړیچن وۍ ،بام ته به خیږئ او په څڅېدلي ځای به خاوره یا ایره اچوئ. تر څو کوټه موله لندیدو وژغورل شي. نو چې بیا ګبین څاڅي، څنګه به یې، پریږدئ. چې تواني شئ.

دا د پورتني مسرې هنري منطق دی. او خیالي ځکه ده چې د زنې سر د ګبینو چینه نه ده، چې ګبین دې ترې وڅاڅي. مګر خبره دا ده چې ګبین خواږه دي. او خوږ شی نه به، څوک ځان محرومه کړي.

د وخت په تېریدو سره انسان زړیږي.او ظاهري حسن هم ورسره فنا کیږي. او زنه، خو بیا بیخي د حسن مرکز دی. ځکه چې زنخدان یې زیاته ښکلا پنځوي. او د عمره له تېریدو سره به، حسن له لاسه ورکوي. او بله خبره پکې د شهواني غریزې ده. دغه عام حقیقتونه یې په شاعرانه حقیقت اړولي دي. او د خپلې تقاضا لپاره یې استدلالونه پرې کړي دي. چې مخ به په هیڅ صورت ترې وانه وړي. دا اوس هنري غوښتنه ده. همدا په شعر کې هنر دی.

تاسې داستاد پسرلي بیت هم وګورئ:
مات لاس ځي غاړې ته، دمینې منډه وي تر حسنه
لکه مجبور پتنګ چې ستا مخې ته ږدم جنازه
(استاد پسرلی)

د پورتني بیت هنر د عاجزۍ او مجبورۍ په وړاندې کولو کې ده.

استاد پسرلی خپل یار ته د مجبوریت هغه د لیلونه وړاندې کوي، کوم چې فطري دي. مات لاس ، به طبعاٍ غاړې ته لویږي. کنه د جوړیدو امید ترې عبث دی. او کوم شی چې ښکلی وي انسان ورسره زړه تړي. د پتنګ د ساه ایستلو اخیرنی، مورچل د شمعې غېږه ده. او چې ساه یې ووتله نو د شمعې پښو ته به، خپله جنازه راوړي.

شاعر دا ټول استدلالونه د خپلې مجبورۍ د اثبات لپاره راوړي دي. نو د دومره، سپیناوي وروسته به پسرلی صیب د یار په مخ کې هم ملات ښکاري؟ نه.

د ښې پيژندنې لپاره د حمید مومند، مصطفی سالک، سعدالله جان برق بیتونه وګورئ چې په یوه بحر، په یو وزن او هم یې سبک یو دی:

دا زما له غمه شین زړه، پکې خیال د یار دشونډو
هسې رنګ زیب وزینت کا، لکه مۍ په شنه پیاله کې
(حمید مومند)

زه شهید ما زدیګری یم، ما دپیغلو په لاسونو
د سندرو په کفن کې، د ګودر په غاړه ښخ کړئ
(مصطفی سالک)

دا زما خاورې ایرې ژوند، پکې ستا نیازبینه مینه
لکه ګل وي چا ټومبلی، په ریښې ریښې پګړۍ کې
(سعدالله جان برق)

حمید مومند د خپل زړه تو صیف په یوه داسې انداز سره کوي چې دهنر ټولې خواوې پکې دي.

د حمید په زړه کې چې د یار د شونډو، خیال وي، زړه به یې څنګه ښکلی نه وي. ځکه چې شونډې ښکلې دي.

سالک صیب په هنري تیغ خپل، ارمان کوي. ارمان، خو ځکه دی چې دی وایي ما د هغو پېغلو په لاسونو خښ کړئ چې ګودر یې په شور ښکلی کړی دی. اوبه هم شور لري. ولې د بنګړو شور بیا نو بیل کیفیت لري. په پورتني بیت کې پیغلې، شهید، ګودر، شوراو بنګړي هغه کلمې دي چې روحونه یې سره تړل شوي دي. ځکه په مازدیګر کې جینې د شپې لپاره یخې اوبه راوړي؛ نو د انجونې بنګړي او له نورو ملګرو سره، مجلسونه، د مین دیدار… ورسره تړلي وي. او انسان چې مري؛ نو که هغه هر وخت وي په هغه به مازدیګر وي.

او برق صیب بیا نو د حمید د هنر په کالب کې، خپله خبره اچوي.او د خپل ژوند توصیف کوي.

ګورۍ د پورتنیو بیتونو، کالب یو دی.د حمید مومند او د سعدالله جان برق، خو د هنر کالب بیخي یو دی. مګر سالک صیب د دغه کالب، محتوا ته یې یو څه تغیر ورکړی دی. یانې سالک صیب په همدغه کالب کې، خیال وړاندې کړی دی. حمید مومند او برق صیب بیا ترې تصویر جوړ دی. ځکه چې تشبیه د انځور جوړونې تر ټولو لومړنۍ وسیله ده.
پای

اخځلیکونه:
۱- هنر په خپله بڼه، ټولوونکی او ژباړون: محب الله محب، مومند خپروندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۳ ،۲۰۱۵.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x