دیني، سیرت او تاریخ

له پياز خوړلو وروسته مسجد ته تلل:

۱-  عن جابرٍ رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: من أكل ثوماً أو بصلاً، فليعتزلنا، أو فليعتزل مسجدنا متفقٌ عليه. في رواية لمسلمٍ: من أكل البصل، والثوم، والكراث، فلا يقربن مسجدنا، فإن الملائكة تتأذى مما يتأذى منه بنو آدم.

ژباړه : جابر رضي الله عنه وایي چې رسول الله سلی الله علیه وسلم اوویل : چاچې پیاز یا اوږه اوخوړه نو له مونږ   څخه   یا  زمونږ  له مساجدو څخه   دې جدا  شي  .

دمسلم شریف په یو روایت کښې دي چې :  چا پیاز  ،  اوږه  ، یا  ګندنه  ، اوخوړه  نو زمونږ  مسجد ته  دې  نه  رانزدې  کېږي  .  ځکه چې ملایکو ته هم  له هغه  شي څخه ضرر  رسېږي  ، له کوم نه چې   انسان  ته ضرر  رسېږي  .

۲- و عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه  أنه خطب  يوم الجمعة  فقال  في  خطبته :  ثم  إنكم  أيها الناس  تأكلون  شجرتين  ما أراهما إلا خبيثتين :  البصل ،  والثوم  .لقد رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم   إذا وجد ريحهما من الرجل في المسجد أمر به ،  فأخرج إلى البقيع ، فمن أكلهما  فليمتهما طبخاً  .    رواه مسلم.

ژباړه : له حضرت  عمر رضي الله عنه  نه  روایت  دی چې  : یوه ورځ   یې  د جمعې   په  خطبه  کې اوویل  : ای خلکو ! تاسو بیا له دې دوه بوټو نه خوراک کوئ !  ماته دا دواړه  بد  ښکاري یعنې  پیاز او اوږه . مارسول الله صلی الله علیه وسلم  لیدلی  وو  چې که به يې  ددې  دواړو  بوی   په مسجد کې له چا نه حس کړ   –   نو امر به  یې وکړو چې دا سړی او باسئ ،  هغه سړی به   له مسجد  څخه  بقیع ته اوویستل شو . 

نو که څوک دا خوري  پاخه دې کړي بيا دې وخوري    . (  مسلم )

هیله  :   زمونږ  ډېر ورونه  پدې رنځ اخته دي ، د څنګ ملګري او د جومات ملايکو ته  ترېنه تکليف رسېږي ، تر دې چې زمونږ په ډېرو کليوالو سيمو کې خلک په مسجد کې پياز او ګندنه خوري .    

د ملا  په وار ، غازیانو یامسافر ته د ډوډۍ راوړلو په وخت ، یا د اختر  په  ورځ  یا په   نورو   ورځو کې مسجد  ته  له ډوډۍ سره پیاز  را وړو  . که هر لوستونکی داحدیثونه خپلو ملګرو ته یایې دکلي ملا صیب ته ورپه یاد کړي نو ټولنه به له دې شرعي رنځ نه پاکه شي  .  

او که څوک پياز وخوري بيا مسجد ته د لمانځه د پاره ځي نو  خوله دې په مسواک برس  پاکه کړي ، يا دې کوم خوږ شي ورپسې وخوري څو د پياز او ګندنې هغه  کرغېړن بوی ختم شي  .

اسلام  غواړي چې مسلمان دې پاک سوتره او په ټولنه کې د ځانګړيو  صفاتو خاوند وي  .  

راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x