ورزش

۲۰ اوریز نړیوال جام کې به ښځې هم امپایري کوي

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، کب۶مه ۱۳۹۴ل): د کرکیټ ۲۰۱۶ز کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې به د لومړي ځل لپاره ښځې د لوبڅارۍ یا امپایرۍ دنده ترسره کړي.

د کرکیټ نړیوالې شورا (ICC) د روان کال د مارچ په میاشت کې پیلیدونکي نړیوال شل اوریز جام د امپایرانو په لست کې دوه ښځې هم شاملې کړي دي.

د نیوزیلینډ کیتلین او د هندوستان انیل چودري به د پاکستان او بنګلادیش د ښځېنه کرکیټ لوبډلو تر منځ سیالۍ کې د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل امپایري وکړي.

دوه ورځې وروسته به د نیوزیلینډ او آیرلینډ ښځېنه لوبډلو تر منځ سیالۍ کې به هم یادې لوبڅارانې امپایري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x