ایران د یوه کلي ټول نارینه اعدام کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۴ ل): د ایران د  ښځو چارو وزیري شاهین دوخت مولاوندي له یوی ایراني ویب پاڼی  مهر نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د بلوچستان ایالت په یوه کلي کې ټول نارینه د قاچاقو په توراعدام  شوي.
هغې زیاته کړی: « ددغو مجرمینو ماشومان اوس د مخدره توکو د قاچاقو کاروبار کوي، دوی د خپلو پلرونو د انتقام وږي دي، په عین وخت کې دوی خپلي کورنۍ په هغو پیسو ساتي چې د مخدره توکو د قاچاق له لاری څخه یې تر لاسه کوی ، ددغه کلي خلک اوس هم خوندي نه دي».

د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په زرګونو کیلومتره اوږده پوله له  افغانستان او پاکستان سره لري، او له همدې لاري ایران ته د مخدره توکو قاچاق کیږي. دغه یوه پراخه، غیر متمدنه او فقیره سیمه ده، د دغو سیمو زیاتره اقتصادی لاسته را وړنی  د مخدره توکو پر قاچاق ولاړ دی، به دی وروستیو کې په دغه سیمه کی دایران د شیعه حکومت ،  او پاکستانی حکومت  ضد عناصر پراخ فعالیت لری .

شاهین دوخت مولاوندي   دکلی نوم او د اعدام شویو کسانو شمیر نه دی په ګوته کړی  خو په ایران کې د اعدامونو زیات شمېر خلک د بلوچستان او سیستان د سیمی اوسیدونکی دی .
مولاوندي وايي، که مونږ د اعدام شویو خلکو دکورنیو او ماشومانو ساتنه ونه کړو، دا به لوی ناورین رامنځته کړی .

ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چیرته  چې تر بل هر ځای زیات اعدامونه په کښي ترسره کیږي، او اکثره اعدامونه هم د قاچاقو په تور باندي وي، په دې وروستیو کی د ایران په پارلمان کې داسي یو طرحه وړاندي شوې  چې د قاچاقو په تور نیول شوي کسان د دې پر ځای چې په اعدام محکوم شي، د ټول ژوند په بند دي سزا ورته ورکړل شی  .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د