fbpx
sisi-duhur

مصری ولسمشر «د خرڅلاو لپاره»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۶مه ۱۳۹۴ل): د دکاندارۍ پر لیکه وېبپاڼې ebay د مصر کودتاچي ولسمشر عبدالفتاح سیسي د خرڅلاو لپاره ايښی دی.

عبدالفتاح سیسي چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې په منتخب ولسمشر ډاکتر محمد مرسي کودتا وکړه او بیا د هېواد د اقتصاد په پښو درولو کې ناکام شو، تېره ورځ ویلي وو چې که د هېواد اقتصادي حالت ښه کولو لپاره که د ده د خرڅولو اړتیا پیدا شي نو دریغ به پرې ونه کړي.

پرون چهارشنبه هغه د نوي پرمختیايي پروژو پر مهال زیاته کړه چې که زما په خرڅېدو سره په اقتصاد کې کوم ښه والی راځي نو زه به ځان خرڅ کړم.فوٹو بشکریہ دی انڈیپینڈنٹ

تر دې وروسته د ebay پر لیکه د دکاندارۍ وېبپاڼې یو استعمالوونکي مصری ولسمشر د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ.

وروسته پر نوموړي بولي شروع شوه او د نوموړي د سر بیه ایله تر یو لک ډالرو پورې ورسېدله چې کمپنۍ دغه اعلان لرې کړ.

په یاده پاڼه د سیسي عکس پورته شوی و او پرې لیکل شوي وو چې «معمولي استعمال شوی فیلډ مارشال».

د ډاکتر موټاون په نوم خرڅوونکي د اعلان سره په شرحه کې لیکلي وو چې «موږ د مصر نامنلی فیلډمارشال او د پوځي بغاوت لیډر عبدالفتاح السیسي په ebay باندې د خرڅولو پریکړه کړې، څو د مصر اقتصاد چې نوموړی یې پر پښو درولو کې ناکام شوی، بېرته پر پښو ودریږي».

اعلان کوونکي زیاته کړې چې «فیلډمارشل په خپله ویلي چې که زما په خرڅلاو څه کیږي نو دی په شا کیږي نه او دوی د همدې لپاره دا کار وکړ».

مصري اقتصاد تر هغه وروسته مخ پر ځوړ روان شو چې کودتاچي رژیم د خپلو مخالفینو په ځپلو پیل وکړ او زرګونه اکادمیک شخصیتونو يې د حکومت سره د مخالفت پر تور زندان ته واچول.

څو ورځې وړاندې د مصر یوې محکمې ۴ کلن ماشوم هم په څو کاله بند محکوم کړی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

په اسلامی نړی او مظلوم بشریت کی د لویدیز ( اسراییلو او انګریزانو ) په غلامانو کی تر ټولو ذلیلترینه غلام یهودی السیسی دی ، دغه چه دی وایی زما په سر بیه که د مسر اقتصاد سمیږی زه حاضر یم دای هم د څو مخی له مخی وایی که د ده خپلی روپی چه سعودی ، اسراییلو او امریکا د المرسی د قانونی حکومت د لیری کولو او کودتاکولو د پاره ورکړی چه سعودی پکی ۱۸ بیلونه ، سهم درلود دا چه اسراییلو او امریکایانو ، قطر ، بحرن او اماراتو او نورو به څومره ورکړی وی الله ج… نور لوستل »