افغانستان

تازه خبر: کابل کې سرښندونکي برید بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

130516063205 kabul getty 464x261 gettyله کابل نه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي نن سهار اته بجې شاوخوا دکابل ښار اتمې حوزې مربوط دشاه شهید په سیمه کې  داشغالګرو ځواکونو مربوط دبهرنیو سلاکارانو پر دوو موټرو سرښندونکی  برید ترسره شو چې له امله یې په موټرو کې سپرو بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې. خبر زیاتوي برید دیوه کرولا ډوله موټر په مټ ترسره شو چې له منفجره توکو ډک شوي وو. په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې دپیښې په ځاي کې یې  دنوروتخریب شویو موټرو ترځنګ   دبهرنیانو دوه  سوځیدلي موټر هم لیدلي .

دکابل امنیه قومندان سالنګي ویلي چې چاودنه ډیره قوي  وه ، له امله یې دپیښې ځاي ته نیږدې ګڼ شمیر کورونو او ولاړو موټرو ته زیان اړولی، دمحلي روغتونونو ډاکترانو ویلي چې  تردې مهاله  شل تنه ټپيان ور وړل شوي .

دکابل امنیه قومندانۍ ویلي دبهرنیو ترڅنګ په پيښه کې ملکي وګړو ته هم  زیان اوښتی ،څرنګه چې دپیښې قربانیان  دښار مختلفو روغتونونو ته وړل شوي دتلفاتو دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي. نوموړي زیاتوي  په پيښه کې ۳۰ موټر تخریب شوي او لس کورونه زیانمن شوي.

دحملې  پړه حزب اسلامي پرغاړه اخیستي ددې ډلې  ویاند هارون زرغون مطبوعاتو ته په خپلو خبرو کې دپیښې پړه منلي او زیاته کړې یې ده چې هدف دبهرنیو سلاکارانو  دوه موټر وو ، نوموړي زیاته کړې ګڼ شمیر بهرنیان وژل شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x