ورزش

میسي افغان ماشوم ته خپل لاسلیک شوی کميس ډالۍ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۶مه ۱۳۹۴ل): میسي هغه افغان ماشوم ته چې له پلاستیک څخه یې د نوموړي کمیس جوړ کړی او لس نمبر یې پرې لیکلی و، خپل لاسلیک شوی کميس يې نوموړي ته ډالۍ کړی دی.

څو ورځې وړاندې د غزني ولایت اوسیدونکي مرتضی احمدي څو عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شول چې نوموړي سپين او شین پلاستیک اغوستی، میسي او لس نمبر یې پرې لیکلی دی. دغه عکس تر میسي ورسېد او د نوموړي سره د لېدلو هيله یې څرګنده کړله.

د ارجنټاینا دغه مشهور فټبالر له نوموړي سره ونه لېدل خو د یونیسیف له لارې یې نوموړی ته لاسلیک شوی کمیس لېږلی دی.

د میسي دغه ماشوم مینه وال مرتضی احمدي د شرټ ترلاسه کولو ورسته ویلي چې دی د میسي سره مینه کوي او دغه شرټ وايي چې میسي له ده سره مینه کوي. د مرتضی پلار ویلي چې د میسي شرټ ترلاسه کولو وروسته یې زوی ډير زیات خوشحاله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال

افغانستان كولاي شي چيي د محمد نبي په واسطه د لوڕي درجي خاوند شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x