نړۍ

د جنوری میاشتي په یوه برید کې الشباب ۲۰۰ کینیایي پوځیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۴ ل): د افریقایي هیواد سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي چې په جنوري میاشت کې پر «الدي» کمپ د الشباب اسلامپالي ډلي برید تر ۲۰۰ پوري کینیایي پوځیان وژلي دي.

د جنوري میاشتي پر ۱۵مه نېټه د الشباب اسلامپالي ډلي جنګیالیو د سومالیا په سویل کې د کینیا پولي ته څېرمه په الدي ښارګوټي کې پر هغه کمپ برید وکړ چې کینیايي پوځیان پکې اوسیدل، هغه وخت الشباب ډلي ویلي وه چې تر ۱۰۰ ډیر پوځیان یې وژلي دي او د کمپ څخه یې د پوځي وسایطو په ګډون ډیري وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د سومالیا د تلویزیون سره په مرکه ویلي چې: له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پوځيان چې زموږ د مرستي لپاره استول سوي وه په سوماليا کې په يوه ورځ ووژل سول، دا کومه وړه خبره نه ده دغه پوځيان دلته د امن ساتلو لپاره راوستول سوي وو او د دوی کورنۍ قانع دي چې دغه پوځيان د خپلې دندې پر مهال وژل سوي دي.

د کینیا د دفاعي ځواکونو ویاند جګړن ډیویډ ابونیو د سومالیا د ولسمشر له لوري د وژل سوو پوځیانو خپره سوي شمېره په کلکه رد کړي او د سرچینو څخه یې د کره معلوماتو غوښتنه کړي.

جګړن ابونیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي : دا خبره حقیقت نه لري چې په الدي کمپ کې ۲۰۰ پوځیان وژل سوي، دغه خبره نه موږ کړي او نه هم د کینیا حکومت د یوه چارواکي تر خوله راوتلي.

کينیا د افريقايي ټولنې په ۲۲۰۰۰ پوځيانو کې ۴۰۰۰ پوځيان لري چې په سوماليا کې د الشباب اسلامپالي ډلې پر وړاندې جګړه کوي او ډیر ځله د سختو بریدونو او کمینونو سره مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x