نظــر

دپاکستان ټولټاکنې ، هیلې اوننګونې !

pak-elections-670دمئ په ۱۱ نیټه زمونږ په ګاونډي هیواد پاکستان کې پارلمانې اوسرتاسري ټول ټاکنې ترسره شوې اودانتخاباتې کمیسون له اعلان سره سم دمسلم لیک ن ډله چې مشري نوازشریف کوي په مرکزاوپنجاب ولایت کې زیاتره چوکی ترلاسه اودپاکستان دنوي دولت دجوړیدوواګی یې په  لاس کې واخیست ، دغه راز ،په سندایالت کې پیپل ګوند، په خیبرپختونخواکې تحریک انصاف اوپه بلوچستان کې ممکن یومخلوط صوبايی حکومت جوړکړای شي .

نوازشریف چې لدې وړاندې یې دپاکستان په سیاست کې ددغه هیواد۲ ځله دړومبي وزیرپه توګه عهدې ترسره کړي اودادی دریم ځل یې هم دغه چانس اومقام ته ځان ورساوه دپاکستان دپاتې صوبوپه نسبت دپنجاب په مهمه اوبرخلیک ټانکونکې صوبه کې له پراخ اوهراړخیزنفوذاومحبوبیت څخه برخمن دی .
نوازشریف  اوکشرورور( شهبازشریف ) یې په دې سربیره چې په پنجاب کې یې دواک په بیلابیلو دوروکې تل پاتې ټولنیزخدمتونه سرته رسولې اودپنجاب دخلکوپه زړونوکې دنوروډلواوسیاستوالوپه نسبت خاص نقش اومینه لري په عقیدوي لحاظ هم اسلام اودین ته پابند پاتې شوي.
 نوازشریف دوزیراعظمی په تیره دوره کې  داسې هلې ځلې ترسره کړې وي  چې دپاکستان په قضايی قوه کې بدلون راشي ، دهغه هڅه داوه چې دقضامروج اصول چې ټول حقوقي بڼه لري باید فقهی وګرځي اودبرتانیاد( کامن ولټ ) دحقوقي نظام په ځای اسلامي شریعت په قضاکې حاکم اوهغه یې مصدروګرځي ، همدغه وجه وه چې نوازشریف په تیره دوره ( ۱۹۹۹) کې دشریعت بل په نامه لایحه  پارلمان ته وړاندې کړه ، خودجنرال پرویزمشرف کودتاپرې رادمخه اوپه مخکې یې خنډوګرځیده .
ویل کیږي چې نوازشریف اوکورنی یې دپنځه وخته لمانځه ،جمعې ، روژې ، زکات اونوروشرعي اموروترډیره بریده پابنددی ، دااوس اوس  دمئ په ۱۱ ،یانې دټاکنودګټلوپه شپه چې کله اکثریت څوکی دده ګوندوګټلې نودخلکودخوښی اوجذباتویوې سترې اجتماع ته راووت له هغوڅخه یې دقدردانی اومننې ترڅنګ په ډیرمکررډول خلکوته دعجز، تضرع ، اودالله دربارته ددعایادونې کولې مطلب داچې په مزاج یې دین اودرنښت دواړه حاکم وو.
دغه  راز نوازشریف په خپلې ړومبی مرکې چې دوال استریت ژورنال سره یې درلوده دخپلې تګلارې په باب ویلي : غواړي له امریکاسره داسې نوې اړیکې جوړې  کړي چې په ترڅ کې دډرون هوايي بریدونه نور دپاکستان په خاوره بندشي ، نوازشریف  ویلي : دترهګری په نامه جګړې ته پاکستانی ولس نوردپای ټکی ایښودل غواړي امریکاته پکارده چې دپاکستاني ولس دغه هیله  ناهیلې نکړي ، شریف داهم ویلي چې داسې شرایط به اماده کوي چې پاکستاني طالبان سولې اوروغې ته غاړه کیږدي ، دپاکستان ړومبي وزارت ته کاندید زیاته کړي چې دپاکستان معشیت تباه دی ،  دبریښنابحران دی ، ګرانې ده او خلک له ډول ډول ناخوالوسره لاس اوګریوان دی هغه به زیارباسي چې دغوټولوته دحل لارې اوچارې ولټوي .
نوموړي داراز وویل چې دافغانستان له وضعیت څخه اګاه دي اوپه دې خبره  هم پوهیږي چې دپاکستان امن له افغانستان سره تړلي اوترڅوچې په افغانستان کې سوله اوامن نه وي راغلي پاکستان به هم  نارامه وي
نوازشریف له هندسره داړیکوپه هکله وویل چې په کال ۱۹۹۹کې مخکې لدې چې پرویزمشرف کودتاوکړي له هندسره یې اړیکي نورمال حالت ته نیږدې کړي وي ، اوس به بیاکوشش کوي چې هاغه اړیکي بیرته راژوندي کړي اودکشمیرمسئلې ته هم  دحل مناسبه لارې ولټوي.
دپاکستان دغه پیژندل شوی ۶۳ کلن سیاستوال اوشتمن وايی: دټول پاکستان په سطحه به په نوروزیربنايي رغنیزوپروژوسربیره یو پرمختللی حلقوي سرک  هم جوړي !!
 خوکتونکي  بیادنوازشریف دنوي دورې حکومت له ګڼوستونزوډک ویني فکرکوي چې که څه هم  دتحریک انصاف دسونامي زورپه هغه اودمولانافضل الرحمان په جمیعت العلمأ باندې برنشو، بلکې دپاکستان نیشل اوپیپل ګوندونه یې سخت وځپل اوددسیاست په میدان کې یې دهغوی ځای هم ونیو؛ خوپه هغه سربیره په یواځې ځان ګرانه ده چې نوازشریف  حکومت وچلوي اودخپل مزاج برابردنوي دولت ډانچه جوړه کړي ، دپاکستان یوشکست یافته سیاستوال چوهدري شجاعت حسین خوداهم وايی چې راتلونکي پنځه کلونه  به ډیرحساس وي اوویره یې ښکاره کړي چې داسې نه چې هرکال نوی ړومبی وزیروټاکل شي
اودپای مهمه خبره داده چې دافغانستان په باب به دنوازشریف چلند اوبرنامه څه ډول وي ، ځکه تریوه بریده افغاني ذهنیت داده چې نوازشریف دخپلو تیرودوروپه مهال په افغانستان کې امن  اوثبات ته چندانې ارزښت ندی ورکړی ، بلکې دځینوخاصوډلو دپاللوله وجې یې په افغانستان کې خپل منځي جګړوته زمینه برابره کړي ، خوکه اوس نوازشریف په خپلې نوې دورې کې داسې مثبت ګامونه پورته کړي چې دافغانانوپورته ذهنیت جوړاودځان په  نفع یې کړي دابه ډیره غوره اوددواړوولسونو لپاره ګټورراتلونکی ولري ، په خاص ډول دګوشتې ولسوالی دنوي راټوکیدلې سرحدي لانجي په سرتاواوتریخوالي ، چې ویل کیږي پاکستاني لوری دافغانستان یواندازه خاوره نیولې  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x