نسیم شریفي: نه له هیواده وتلی یم او نه بندي شوی یم

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۷مه، ۱۳۹۴ ل): د ولسمشر اشرف غني د تشریفاتو پخوانی رئیس نسیم شریفي چې په کندهار کې د ددغه ولایت د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال سره شخړه را منځته شوې وه، په دې وروستیو کې په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي.

په کندهار کې دولایتي شورا د مشر او ځینو نورو بانفوذو مشرانو له لوري د ولسمشر سپکاوي وروسته نسیم شریفي د خاکریزوال سره شخړه کړې وه، او نوموړی یې په عامه غونډه کې ډبولی وو، چې له امله یې ولسمشر بیرته کابل ته له ځانه سره په هغه ورځ بوتلی او بیایې له دندي ګوښه کړ.

د نسیم شریفي په اړه تېره ورځ ناوخته داسي راپورونه ورکړل شوي وه چې ګواکي نوموړی د نامعلومو وسلوالو له لوري تښتول شوی او د هغه تر مخه ځینی داسي راپورونه هم ورکړل شوي وه چې ګواکي نوموړی دی بندي شوی وي.

خو د نسیم شریفي ورور سلطان شریفي نن ټکی آسیا ته وویل چې دا ټول ګنګوسي او درواغ دي، او ددغو درواغو تر شا هغه مافیايي کړۍ لاس لري چي غواړي په کندهار کي د مرکزي دولت په خلاف یو ډول موازي حکومت جوړ کړي.

نوموړی چې په کندهار کې د فساد ضد مبارزه کې د مخکښو فعالانو څخه دی، په کندهار کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي پاته شونو، د هغه کورنۍ، او جنرال رازق په پراخ فساد تورنوي او زیاتوي چې دغه کړۍ کله هم نه غواړي چې د مرکزي حکومت لاس دي تر کندهاره وغځیږي، ځکه چې ددغه خلکو فساد به ټولو افغانانو ته رسوا او له بیا خپلو دندو وشړل شي.

نسیم شریفي د نن ورځ د تازه خبرونو د خپرېدو په جواب کې یوه ویډیو هم پر خپل فیسبوک پاڼه نشر کړې، او په هغه کې د ځان په اړه نشر شوي وروستي خبرونه رد کړي، نوموړي ویلي چې نه له هیواده وتلی او نه هم د چا له خوا بندي شوی دی.

شریفي همداراز په کندهار ولایت کې د ولسمشر د سفر پر مهال د خپل عکس العمل څخه دفاع کړې او ویلي چې ده هغه وخت د خپل غیرت او کندهار ولس د ملي عنعناتو او ولسمشر څخه د دفاع په خاطر پر ځای اقدام وکړ.

د کندهار د پېښې او د هغې په تعقیب د وروستیو شایعاتو په تړاو د نسیم پښتون شریفي ویډیویي پیغام:

Posted by Naseem Pashtoon Sharifi on Thursday, February 25, 2016

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د