افغانستان

د هرات پخوانی والي وحیدي په پيښور کې موندل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۷مه، ۱۳۹۴ ل): د هرات پخوانی والي فضل الله وحیدي چې څه موده مخکي د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې لادرکه شوی وو، نن په پيښور کې موندل شوی.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا تښتولی وو، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه په پيښور ښار کې د حیات اباد او یکه توت په سیمه کې چاپې وهلي، د ۸ افغانانو په شمول یې ۷۰ تنه نیولي دي.

د پاکستان پولیسو د رواني میلادي میاشتي پر ۱۳ نیټې (شنبه) خبر ورکړی چې فضل الله وحیدي په اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري د جمعې په ماښام تښتول شوی او هیڅ درک یې نسته.

نوموړی د اسلام اباد له داسي سیمي څخه تښتول شوی وو، چیري چې د پاکستان جګپوړي چارواکي، سیاستوال او دیپلوماټان اوسیږي او په کښي امنیتي پيښي کمي رامنځته کیږي.

د نوموړي ترې تم کېدلو وروسته د ولسمشر اشرف غني څخه نیولې بیا په اسلام اباد کې د افغانستان تر سفیر عمر زاخېلوال پوري ټولو چارواکو دغه پيښه په کلکه غندلې وه، او د نوموړي د ژر تر ژره موندلو غوښتنه یې کړې وه.

ولسمشر اشرف غني د فضل الله وحیدي ورور شکر الله وحیدي او زوی نصرالله وحیدي سره کتلي وه، او ورته ویلي وه چې دوی له پاکستان سره په دې اړه په اړیکه کې دي، او کوښښ کوي چې وحیدي ژر تر ژره وموندل شي.

ويل کيدل چې سيد فضل الله کوم بهرني هېواد ته د ويزې اخيستو په موخه اسلام اباد ته تللی و.

سيد فضل الله وحيدي د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د کونړ او بیا وروسته د هرات والي و او د ولسمشر غني د واکمنۍ په پيل کې د نورو واليانو په څېر سرپرست شو، چې وروسته د يو شمېر جنجالونو له امله له دندې ګوښه کړای شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx