افغانستان

ننګرهار: په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودني ۶ تنو ته مرګ-ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۷مه، ۱۳۹۴ ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودني د یوې کورنۍ یو تن وژلی او ۵ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

پېښه نن سهار مهال هغه وخت رامنځته سوي کله چې د سیمي د یوه تن نعمان باچا د کورنۍ غړو په موټر کې خپل څاروي نژدې ګنج ته د خرڅلاو لپاره وړل، ددوی موټر د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار ته څېرمه د سړک غاړي ماین سره مخ سوی چې له امله یې یو تن وژل سوی او پنځه نور ټپيان دي.

په ټپيانو کې د درو تنو روغتیایي حالت د اندیښني وړ ښودل سوی.

د خوګیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار کې هره جمعه د څارویو د پیر او پلور ګنج جوړیږي چې د لیري او نژدې سیمو څخه خلک خپل څاروي ورته راولي او دلته یې خرڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x