
طالبان: د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې ۲ امریکایان او ۲۲ داخلي سرتیري وژل سوي
نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۷مه، ۱۳۹۴ ل): طالبانو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې د کندوز ولایت په دښت ارچي ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال دوه امریکایان او ۲۲ تنه پولیس او د ملي اردو سرتیري وژل سوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی ځواکونو تېره ورځ یو ځل بیا پر دښت ارچي ولسوالۍ بریدونه کړي، نوموړۍ وایې په دې بریدونو کې د ملي اردو او پولیسو سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي خو کره شمېره یې نه ده څرګنده کړي.
مجاهد زیاتوي چې ټوله ورځ امریکایي جنګي الوتکو ددوی د ځواکونو د پاسه الوتني کولي خو کوم هدف يې ترلاسه نه کړ، نوموړۍ وایې د کندوز بندر په سیمه کې امریکایي الوتکو پر هغه پوسته بمبار کړی چې پولیس پکې اوسیدل او امریکايي عسکر هم د مرستي لپاره دغه پوستې ته راغلي وه.
ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي چې د بمبار په پایله کې دوه امریکایان او ۹ پولیس وژل سوي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل سوي چې د طالبانو سره په مخامخ بریدونو کې د افغان سرتیرو یو ټانک ویجاړ سوی او ۱۱ تنه عسکر پکې وژل سوي دي.
مجاهد وایې چې د تېري ورځي په جګړه کې ددوی دوه تنه طالبان ټپیان سوي دي.
تر دې دمه په کابل کې د امریکایي ځواکونو قومندانۍ او د کندوز چارواکو د طالبانو د خبرپاڼي په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د تیري ورځي د جګړې په اړه اعلامیه خپره کړي.