افغانستان

په ایبک کې دملي امنیت وحشت ولسي مظاهرې راپارولې

نن سهار دسمنګان ولایت دایبکو ښار او شاوخوا سیمې ګڼ ولسي خلک په دې ښار کې په مظاهره راوتلي وو او دحاکمو چارواکو په تیره  دملي امنیت د کارکوونکو په خلاف یې شعارونه ورکول ، مظاهره کوونکو له حکومته غوښتنه کوله چې په دې ښار کې تیره شپه دملي امنیت لخوا دترسره شوي وحشت عاملین ونیسي او سزا ورکړي .

 

 

دایبکو اوسیدونکي وایي دپنجشنبې په شپه په ایبک ښار کې دملي امنیت کارمندانو په ځانګړو عملیاتو کې ددې ښار یو مشهور ملاامام او دجامع مسجد خطیب مولوي عبدالواحد او د نوموړي ددرس یو طالب قاري صاحب عنایت الله په ډیر وحشت په شهادت رسولي .

مولوي عبدالواحد چې په سیمه کې یې ډیر نفوذ او نیک شهرت درلود په شهادت یې دایبک ښار او شاوخوا سیمو  عام خلک سخت پاریدلي دي ، او په مظاهرو یې پیل کړی ، ولسي خلکو ویل ملي امنیت بې له کوم دلیل څخه دغه دوه تنه متدین هیوادوال دخپل کور مخې ته ویشتلي او په شهادت یې رسولي ، باید وویل شي چې اکثره حکومتي رسنیو د ملي امنیت په فرموده دایبک ښار دنن ورځې  دمظاهرو خبر سانسور کړی او نشر ته یې نه دی سپارلی ، په دې وروستیو کې دکرزي په حکومت کې ځینو ځانګړو کړیو  ددیني عالمانو ، طالبانو ، ملاامامانو  او نورو متدینو هیوادوالو په  خلاف سخت له کرکې ډک چلند پیل کړی ، او به هرډول چې ممکنه وي زجر او تعذیب ورکوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x