نړۍ

په برطانيه کې عيسويت په له منځه تلو او اسلام په خپريدو دی

SNN1312AN 682 581544aيوه برطانوی ورځپاڼه په خپله ننئ ګڼه کې په بريطانيا کې د مسيحي دين دله منځه تللو په اړه غږيدلې  او ويلي يې دي چې پخوا په برطانيا کې زياتره خلک دمسيحيت معتقدان وو اما په ډيره چټکئ سره اوس دمسلمانانو شمير په زياتيدو دی. “ډيلي ټليګراف” ليکي: شايد مسيحيت په برطانيا کې له يوه لوی مشکل سره مخ شي، رسمي احصائيې جوتوي چې عيسويت به ۵۰ % له هغه ډير ژر له منځه لاړ شي چې پخوا يې ګمان کيدو،

ورځپاڼې دې ته اشاره کړې چې هغه کسان چې عمرونه يې له ۲۵ څخه ښکته دي په لسو کې يو يې په اسلام مشرف ګرځي.

ورځپاڼه کاږي: دهغې سرشميرنې چې په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې ترسره شوې يوه نوې څيړنه جوتوي چې ديوې لسيزې په سرشميرنو کې دمذهب دخانو خالي پريښودو عيسويت ته دمنسوبو کسانو دحجم په پټ ساتلو کې مرسته کړې، سره لدې چې په تير وخت کې ډيرو خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو د اسلام غيږې ته پناه راوړې،

د ۲۰۱۱ کال دسرشميرنې لومړنی پايلې ښيي چې په انګلترا او ويلز کې چې اوسيدونکي يې د مسيحيت منونکي و پکې په اجمالي توګه د4.1 مليونه عيسويانو يعني10% کمی راغلی، په عين حال کې په نوموړو ښارونو کې د مسلمانانو په شمير  75%.  زياتوالی راغلی.

احصائيه ښکاره کوي چې زياتره زلموټي بيخي له دين نه لاس په سر شوي ځکه 6.4 مليونه خلک وايې چې موږ په يوه دين هم نه يو، او دا لومړی ځل دی چې په راتلونکې لسيزه کې به ډیر کم خلک ځانونه عيسويت ته منسوب وبولي، يعني عيسويان به په بريطانيا کې په اقليتونو کې شمار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x