شعـــــرونه

غزل: بلال باسل


بلال باسل

څه یادونه څه اهونه راپسې دي
څه له هجره ډک داغونه راپسې دي

داچي ورک یمه اشنا ګیله من نشې
زه یوازی ډیر غمونه راپسې دي

اوس تری موړ شوم باچاهي دښـکلیو لاړه
یو دوه نه دي قطارونه راپسې دي

چې داڅوک دي او څه غـواړی به لـمـا نـه
پس له شا نـه اوازونه راپسې دي

هسي نه چی سره ورک مو کړي لالیه
بلا وږي نظرونه راپسې دي

پښه نیولی شومه هلته یو غریب ویل
خیرات راوړۍ اولادونه راپسې دي

باسل ګرځم هسکه غاړه ډیر ډاډه یم
دیو چا دعاوې غرونه راپسې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x