شعـــــرونه

غزل: عبدالفتاح فاتح

 

عبدالفتاح فاتح

اوښکې یې له سترګو ګریوانه ته لارې لارې شي
عرش په خوځېدو شي ملایکې توبه ګارې شي

ژونده غږوه ستا سریندې په ما خو ږې لګي
ژونده سریندو ته دې زما اوښکې نا قرارې شي

ورک یې کړه کلاسیکې موسیقۍ نه مې ښه نه راځي
لوله الرحمن چې مې د زړه وینې خمارې شي

څومره دردیدلي یو مونږ څومره به دردیږو لا
څومره میندې بورې شي لا څو خویندې به ورارې شي

ته زما وژلو ته د بل له دره مه راځه
وه مشره! په تا پسې په لار خلک بې لارې شي

دلته به یو چا ویل فاتحه رانه مه درومه
تا پسې مې ماتې د ښایستو سترګو هیندارې شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Masoom faizani

سپین بیرغ

چی سپین بیرغ وی لیک پری ښکلی کلمه وی.
لا اله الا الله وی ښه روښانه طیبه وی .

یو امیر وی یو لښکر وی یو مسیر وی .
یو هدف ته رسیدل یوه صحنه وی .

په پامیر او هندوکش باندی رپاند وی .
په اقصی کی یی د نور یوه جلوه وی .

هسک ولاړ وی تری چاپیره لاندی ژڼی .
لوی الله ته د مسلم امت سجده وی .

فیضانی د سر په بیه به یی ساتو .
محمدی بیرغ ته سلام زمونږ همیشه وی .

10 /10/1394

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x