طالبان : د لمړی مرستیال ملیشی تیښتی ته اړ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۷مه، ۱۳۹۴ ل):طالبانو په یوه خبر پاڼه کی ویلی چی د ولسمشرد لمړی مرستیال ملیشی چی ۲۳ ورځی مخکی د جوزجان ولایت د قوشتیپی ولسوالی ته د طالبانو د ځپلو لپاره تللی وی تیښتی ته اړ شوی .
له تیرو څلورو ورځو راهسی د ولسمشر لمړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم دغی ولسوالی ته له یو زیات شمیر ځواکونو سره ورغلی وو خو اوس طالبان وایی چی نن دوستم له دغی ولسوالی څخه تیښتی ته اړ شوی او د مهمو قوماندانو په شمول یی ۲۲ کسان وژل شوی ۳۷ کسان یی ټپیان شوی او دری تنه یی ژوندی طالبانو ته په ګوتو ورغلی .
په دغه جګړه کې ۱ میل دهشکه، ۲ میله پيکا ماشیندار، ۲ قبضې راکيټ لانچر، ۶ میله امریکايي M16، ۳ میله کلاشینکوف ، ۲ میله بم افګن، ۲ دانې دماین پاکولو آلې، یو دشپې دوربین اوزیات شمیرمهمات د طالبانو لاسته لویدلی .

طالبان د عبدالرشید دوستم ملیشی هغه ناقانونه قومي ملیشي بولي چې د قومیت پر اساس تشکیل شوي او د پښتنو په سیمو کې د هیڅ راز ظلم او وحشت څخه دریغ نه کوي.
عبدالرشید دوستم تر دی مهاله د خپلی تیښتی په اړه رسما څه نه دی ویلی .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی
میلمه
عبدالولی

جزاک الله ماشاالله مونږ خو دا ځلی په تمه یو چی دافغانستان اسلامی امارت ځواکونه به دی ده بی روحه جسد کابل ته راولیږی انشاالله.

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

نجیب ګاو ، داوود د هغه د ټولی کورنی سره غوښی ورله د ارګ په شاوخوا ونو کی وځړولی ما په خپلو سترګو هغه ولیدلی ، نجیب ګاو د ارګ د ګلخانی ماڼی مخی ته ولاړ وو د هماغه ګلخانی ماڼی مخامخ دیوال ته د وینو داری شوی وی نجیب ولاړ وو ویل یی دا د داود او د هغه د کورنی وینی دی ( هماغه داود چه د هغه په مر سته دوی شته شول ) د الله کړنو ته ګوره چه نجیب د داود تر مرګه په ډیر ذلت په هماغه ارګ ته نزدی څلور لیاری کی وځړول… نور لوستل »