
غبرګو چاودنو په لښکرګاه ښار کې ۱۱ پولیسو ته مرګ-ژوبله اړولي
نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۷مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ریموټ کنترول په وسیله دوې پرلپسې چاودني سوي چې له امله یې ۱۱ پولیسو ته مرګ-ژوبله اوښتي.
د چاودنو د ځای څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې لومړۍ چاودنه تر غرمې وروسته پر دوو بجو د بولان پله په سیمه کې هغه وخت رامنځته سوه کله چې د پولیسو رینجر موټر د سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو، په چاودنه کې په موټر کې سپرو پولیسو ته مرګ-ژوبله اوښتي او رینجر یې هم تخریب سوی دی.
تر لومړۍ چاودني څو شیبې وروسته کله چې سیمي ته نور پولیس د وژل سوو او ټپیانو پولیسو د وړلو لپاره راغلل نو دویمه چاودنه وسوه، په دواړو چاودنو کې ۱۱ پولیسو ته مرګ-ژوبله اوښتي.
چارواکي وایې چې دواړي چاودني د ریموټ کنترول په وسیله ترسره سوي دي.