دفراه دخاک سفید ولسوالۍ امنیه قومندان په وسلوال بریدکې ووژل شو
له فراه ولایت نه په ورکړل شوی خبر کې ویل شوي تیره شپه دفراه ولایت دخاک سفید ولسوالۍ امنیه قومندان دیوه وسلوال برید په ترځ کې ووژل شو،دپیښې پړه طالبانو پرغاړه اخیستې ،د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دخاک سفید ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالغني یې دیوه چریکي برید په ترځ کې ویشتلی او وژلی دي،نوموړي زیاتوي وژل شوي قومندان دسیمیزو اربکیانو مشري هم پرغاړه درلوده .
قومندان عبدالغني په سیمه کې دطالبانو یو له سرسختو مخالفینو نه شمیرل کیده ، او دزیات شمیر طالبانو په وژلو کې یې لاس درلود. دیوې موثقې سرچینې دخبر په حواله عبدالغني په سیمه کې دامریکانو خاص نفر او ډیر اعتمادي کس وو ، ویل کیږي په دې وروستیو امریکا ته دسفر بلنه هم ورکړل شوې وه.