نړۍ

سوریه کی د دولت او مخالفو جنگیالیو ترمنځ اوربند پلی شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ ل): سوريه کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشر بشارالاسد او د هغه وسله والو مخالفينو ترمنځ اوربند پيل شو.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د اوربند عملي کولو لپاره له جګړې لاس په سر شي.

اوربند د جمعې د ورځې او شنبې د شپې راهيسې پيل شوی او د سوريې سلو وسله‌والو ډلو د دغه اوربند د عملي کولو ژمنه کړې ده، مګر په دغه اوربند کې اسلامي دولت ډله او جبهة النصرة نه دي شامل.

تېره ورځ جبهة النصرة په سوريه کې خپلو جنګلياليو ته امر کړی، چې د بشارالاسد پر ضد خپل عمليات او جګړې نورې هم چټکې کړي.

سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډي ميستورا تېره ورځ رسنيو ته وويل، که د جګړې ښکېل اړخونه اوربند ته ژمن پاتې شي، نو د راتلونکي مارچ په اوومه به د امنيت په موخه مذاکرات پيل شي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سوريې اوربند په اړه د امريکا او روسيې تړون تصويب کړی دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم پر خپل روسي سيال ويلاديميرپوتين ټينګار کړی، چې د اوربند تړون ته ژمن پاتې شي.

عربي رسنۍ وايي، چې د اوربند له عملي کېدو وړاندې د روسيې جنګي الوتکو سوريه کې د مخالفينو پر مرکزونو درنې بمبارۍ پيل کړي دي.

د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين وايي، چې دا بريدونه يې د داعش او جبهة النصرة ډلو پر مرکزونو پيل کړي او ملګرو ملتونو د دغو بريدونو اجازه ورکړې ده.

امريکا او روسيې پرېکړه کړې وه، چې تېره اوونۍ به سوريه کې اوربند اعلان کړي، مګر دغه ژمنه پر وخت عملي نه شوه او له همدې امله خلکو سره اندېښنې پيدا شوې.

دواړو قوتونو بيا اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ او شنبې په شپه به دغه اوربند پيل شي.

۲۰۱۱م راهيسې سوريه کې د بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي، چې وروسته دغه سوله ييز پاڅونه په تاوتريخوالي واوښتل او تر اوسه په کې له دوه لکه پنځوس زرو زيات کسان وژل شوي او څلور ميليونه خلک يې بې کوره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا عشیان خو د لویدیز اربکیان دی یعنی هغوی د بشار سره د مرستی د پاره دبشار مخالفین وژنی یا لږ تر لږه د جهاد او مجاهدینو نوم بدناموی مګر د النصر جبهه چه تر ټولو پیاوړی جبهه ده ، ، د روسانو او امریکایانو د جنګ اصلی محوری جبهه هماغه ده ، دا نوری سل دی او که له سلو زیاتی هم ملی او کوم ایزمی حیثیتونه به ولری یعنی دومره موثریت نه لری هره یوه چبهه کیدی شی په سوونو هم څوک ونه لری مګر د النصر جبهه په زرونو کسان دی عقیدوی جنګ ( جهاد) کوی دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x