
جياني انفينټينو د فيفا نوی رييس وټاکل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ ل): د سويټرزلينډ اوسېدونکی جياني انفينټينو د فوټبال نړيوال فدارسيون رييس وټاکل شو.
د فيفا نړيوال فدراسيون د رياست ټاکنې د سويټزر لينډ په زيورخ ښار کې وشې، چې له ۲۰۷ هېوادونو څخه د فيفا استازو په کې ګډون درلود او د رايو په اکثريت يې جياني رييس وټاکل شو.
د ټاکنو په لومړۍ مرحله کې هېڅ کانديد څرګند اکثريت نه و ګټلی او په دوهمه دوره کې جياني انفينټينو ۱۱۵ راييې وګټلې، چې خپل سيال شيخ سلمان بن ابراهيم الخليفه ته يې په ۲۷رايو ماتې ور کړه.
د فيفا رياست په ټاکنو کې له جياني انفينټينو او سلمان بن ابراهيم پرته د اردن شهزاده علي الحسين څلور رايې اخيستي او فرانسوي جيروم شيمپين يوه رايه هم نه ده اخيستې.
د فيفا نړيوال فدراسيون پخوانی مشر سيب بلاټر د مليونونو ډالرو بډو تورونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
سيب بلاټر ۱۹۹۸م راهيسې د فيفا رييس و او تېر کال يې د فساد تورونو له امله استعفا ورکړه او تر اوسه دغه څوکۍ تشه وه.
پر سيب بلاټر او د هغه نږدې ملګري مشېل پلاټيني تورونه دي، چې د فوټبال نړيوال فدراسيون په چارو کې يې ميليونونه ډالر خوړلي او د همدې تورونو له امله پرې د پنځو کالو لپاره بنديز لګېدلی، چې د فوټبال اړوند چارو کې هېڅ هېڅ فعاليت نه شي کولای.