دیني، سیرت او تاریخ

قرآني وړانګې

حامد افغان

(1) ـ که د الله د کلام ښکلا د حروفو په پرده کې نه وی نغښتې نو اوریدلو ته به یې عرش او د ځمکي مخلوق نه و ټینګ شوی. [البرهان للزرکشي/ ٣٠٥]

(2) ـ بني اسرائیلو ته الله د نجات په مهال په بحر کې “وچه لاره” جوړه کړه. “فاضرب لهم طريقا في البحر يبسا” هغوی په خټینه لاره تېریدلی او نجات یې ترلاسه کولی شوی، خو د کریم ذات ورکړه او ملګرتیا بېله وي، هغه دا هم نه غوښتل چې جامې یې لندې او ولړل شي!

(3) ـ یوه ورځ مې خپل لس کلن زوی ته د لمانځه وویل چې ویې کړه، هغه په غوسه راته وویل: پلاره! دا لمونځ ستا دی که زما! یعني زما په لمانځه یې ستا څه، زما لمونځ په ما پوري اړه لري. ورته موسکی شوم، د هغه سختي مې وزغمله او ورته ومې ویل چې هغه قرانکریم راواخله، هغه راته وکتل او ماڼیجن غوندي روان شو، قرانکریم یې راکړ او ما خلاص کړ. دا ایت مې راواړوه: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعٰقِبَةُ لِلتَّقْوٰى[سُوۡرَةُ طٰه : 132]. خپلي كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده.

ورته ومې ویل: دا ایت تلاوت کړه، له تلاوت وروسته مې ورته تشریح کړ او هغه حدیث مې ورته وويلې چې فرمایي: اولاد ته مو د لمانځه امر وکړئ. وروسته مې په نرمه ژبه ورته وویل: راته ووایه! ستا لمونځ یواځې ستا دی که زما هم؟! مال زویه! ستا لمونځ ستا دی، خو زما نه به الله ستا د لمانځه پوښتنه کوي، نو ګوره زویه! پلار دې د الله په حضور کې پخپل لمانځه مه شرمنده کوه. هغه له شرمه ښکته کتل، له هغه وروسته زه او زوی مې سره ملګري شوو، او د لمانځه په مهال به مې په ټوکه ورته وویل: زویه! لمونځ دې وکړه، او د الله په نزد دې پلار له شرمنده ګي وژغوره.

(4) ـ د عیسی علیه السلام له زیږیدلو وروسته چې یې مور مریم علیها السلام د خلکو له سختو پوښتنو سره مخ شوه نو ويې ویل: کاش له دې مخکي مړه شوې وی. “يا ليتني مت قبل هذا”. داسې ستونزه او غم چې لامله یې انسان د مرګ تمنا ولري رښتیا هم سخته او درنه وي، د مریم دا ستونزه د هغې د زوی لامله وه، خو هغې ونه ویل چې: ليته لم يكن، یعني کاش دی نه وی، بلکي ځان ته یې د مرګ تمنا وکړه!

ګورئ مورکۍ مو چې هر وخت درته وايي: جار او قربان زویه..
دا جمله یې د زړه له تله او رښتینې ده.

(5) ـ پخپلو کې د یوه بل غیبت مه کوئ. ﴿ولا يغتب بعضكم بعضا﴾ هیڅکله د مسلمان غیبت مه کوئ، شونې ده ته چې د چا غیبت کوې هغه به دا مهال الله ته په سجده پروت وي.

(6) ـ که مو دلیل او منطق هر څومره پیاوړی وي او د اخلاقو معیار ټیټ وي؛ رفق او نرمي نه وي آن خپل ملګري مو هم نشي زغملی بلکي منډې به درنه وهي. قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ . [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]. كه داسي نه واى او ته توند خويه او سخت زړى وای، نو دا ټول به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای.

(7) ـ جنتیانو ته به ووېل شي: په خوند سره خورئ، څښئ د خپلو هغو کړنو بدله چي تاسي په تېرو شوېو ورځو (دُنیا) کښي کړيدي. كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيٓـًٔۢا بِمَآ أَسْلَفْتُمْ فِى الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ. [سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 24]

“الأيام الخالية”: تېري شوې ورځې کومې دي؟ دا اوس چې زه او ته ژوند کوو ..

(8) ـ ابراهیم علیه السلام په عمر لوی و چې الله دوه زامن: اسماعیل او اسحق علیهما السلام ورکړل، نو لویوالي کې د دوو زامنو ورکړه باندې یې د الله حمد وویلې: الحمد لله الذي وهب لي على الكبر إسماعيل وإسحاق.

مور او پلار چې ځوانان او تکړه وي بل چا ته یې اړتیا نه/کمه وي خو چې په عمر لوی شي بیا یې اړتیاوې زیاتې شي، اولاد باید هر وخت کې د مور او پلار په خدمت کې وي خو که هغه د لوی عمر شي باید زیاته توجه ورته وکړي.

(9) ـ اې موسی! زه الله یم د عالمیانو پالونکی. ﴿يَا مُوسَىٰ إِنِّي أَنَا اللَّهُ رٓبُّ الْعَالَمِينَ﴾، دا له موسی علیه السلام سره د طور په غره باندې د الله رب العلمین د خبرو یوه جمله ده!. عجیبه لیدنه نه وه؟! د یوه شپانه (موسی علیه السلام) او الله رب العلمین ترمنځ.

(10) ـ کله چې یعقوب (علیه السلام) ته مرګ راغی، او کله یې چې زامنو ته وویل. ﴿إذ حضر يعقوب الموت إذ قال لبنيه﴾، لویان د مرګ تر وروستۍ سلګۍ په ورکړو او د الله مخلوق ته په خیر او ښو رسولو بوخت وي.

(11) ـ د متقیانو پای نېکمرغي ده: ﴿وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾، یعني په پیل کې به سختي او ستوماني وي.

(12) ـ هغه مو بیرته خپلې مور ته وروګرځاوه، څو د هغې سترګې یخي شي او غمژنه نشي. دا خبره الله جل جلاله د موسې علیه السلام په باره کې کړې ده،﴿فرددناه إلى أمه كي تقر عينها ولاتحزن﴾، ګورئ له ضرورته پرته له مور او پلار نه لیري مه ځئ او که تلئ بیا له اړتیا پوره کولو وروسته سمدستي ورته راګرځئ. هغوی که څه هم تاسو ته په خوله ځان راضي ښيي خو زړونه یې د اولاد بیلتون نشي زغملی.

(13) ـ له امام ابن الجوزي رحمه الله نه پوښتنه وشوه: د دې متل بیلکه قرانکریم کې شته چې وايي: “د دوو سترګو له پاره د زرو سترګو درنښت کیږي”؟ هغه وويل: هوكي، الله جل جلاله رسول الله ته فرمايي: ” وما كان الله ليعذبهم وأنت فيهم “. یعني ترڅو چې ته د دوی په منځ کې شتون لرې الله به هغوی ته هیڅکله عذاب ورنه کړي.

(14) ـ خلکو ته د نېکیو امر کوئ او ځانونه هیروئ؟!! {أتأمرون الناس بالبر وتنسون أنفسكم}، دا الهي توبیخ او ترټنه ده، دلته دوه خبرې دي: خلکو ته په ښو امر کول او ځان هیرول یعني پخپله نه کول. امام القرطبي رحمه الله وایي دا ترټنه د ښو نه کولو او ځان هیرولو لامله شوې ده، نه د په ښو امر کولو لامله. یعني خلکو ته په ښو امر کول په هرصورت ښه کار دی.

(15) ـ پوهه، حکمت، هوښیاري، ښه او د خیر زړه ستر الهي نعمت او لویه شتمني ده. او له بنده سره د الله د میني نښه ده، دا ستره پانګه چې الله په کوم انسان لورولې وي هغه فعلاً جنتي دی، ځکه د قیامت له راتګ مخکي هغه ته دنیا هم جنت وي، هغه د دنیا په ګڼ شمیر ستونزو او ربړو کې د الله د لویو، پراخه او ښایسته جنتونو خوندوره خوشبويي او زړه راښکونکې ښکلا او ځلا احساسوي. وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً.

(16) ـ سَأَصْرِفُ عَنْ ءَايٰتِىَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِى الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ.[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 146]. یغني زه به له خپلو ایتونو څخه د هغو خلكو سترګي واړوم چي په ناحقه په ځمکه کښي تكبر كوي. امام قتاده رحمه الله وایي: معنا دا چې زما په کتاب له پوهيدلو به یې منعه کړم. [تفسير القرطبي]، نو معلومه شوه چې کبرجن خلک قران نشي زده کولی.

(17) ـ مادي خوندونه او معنوي لذتونه ترلاسه کول نیکمرغي او سعادت بلل کیږې او نیکمرغي په کار او عمل پورې تړلې ده او کار او عمل پخه اراده غواړې، نو د ښه کار پخه اراده انسان نیکمرغي ته رسوي قرانکریم وایې: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ” یعني کوم نر او ښځه چې ښه عمل وکړي او هغه مومنان وي، نو موږ به ښه ژوند ورکړو، او د دوی د کار به ډېر غوره بدل ورکړو.

ښه ژوند په کار پورې وتړل شو قرانکریم وایې من عمل صالحا، څوک چې ښه او نیک کار وکړي او ښه کار یواځي لمونځ او روژه نه دي، بلکي په حلاله لاره ښه ژوند برابرول هم ښه کار ده له نورو سره مرسته او عام المنفعه کارونه کول خورا زیات ښه عمل ده، له بې وزلو، ناروغانو، کونډو او یتیمانو سره خواخوږي او لاسنیوی یې د ډېر زیات ثواب کار ده او په دې توګه انسان ښه ژوند ترلاسه کولی شي.

(18) ـ د ژوند د سختیو منځ کې الله خپل رحمتونه او ارامي نغښتې وي، د هارون خور سپېڅلې پیغله مریم علیها السلام باندې دومره سختي ورغله چې له ډېره غمه له ژونده په مرګ خوشاله وه، (ياليتني متّ قبل هذا)، خو په دې سخت حالت کې یې په ګیډه کې د الله نبي او د خلکو له پاره رحمت پروت و.

(19) ـ {فَأَثَابَهُمُ اللَّهُ بِمَا قالوا جنات }، یعنې د دوی د ویلو او خبرو بدل کې الله هغوی ته جنتونه ورکړل، بل ځای وایي: { ولعنوا بما قالوا}، یعني هغوی پخپلو خبرو لعنتي شول. نو دواړه ځایه ښه او بده پایله په خبرو او ویناو راغلې ده، بناءً د خولې او خبرو کنترولول ډېر مهم دي.

(20) ـ حجاج بن یوسف پخپل منبر لیکلې پاڼه وليدله، چا ورته لیکلي و: ” قل تمتع بكفرك إنك من أصحاب النار ” یعني ورته وا له خپل کفره دې خوند اخله، ته له جهنمیانو نه یې. ده په هغه پاڼه ورته ولیکل: ” قل موتوا بغيظكم إن الله عليم بذات الصدور “. ورته وا پخپله غوسه مړه شئ، الله د سینو له حاله ښه خبر دی.

(21) ـ منافقان په مسلمانو ټولنو کې د خپل مقام په پیژندلو کې خطا کیږي، یوه غزا کې منافقانو د رسول الله او مهاجرو صحابه و په اړه وویل: که مدینې ته وګرځیدلو خامخا به عزتمن خلک له مدینې نه ذلیل خلک شړي. (يقولون لئن رجعنا إلى المدينة ليخرجن الأعز منها الأذل) خو مدینې ته په رسیدلو سره د منافقانو سرخيل أبی بن سلول ته خپل زوی په لاره کې ودریدی او ورته ویې ویل: ووایه چې زه ذلیل او رسول الله عزتمن دی او کنه والله که مدینې ته ننوځې!

(22) ـ مومن باید په اخلاص سره د الله یاد، د هغه عبادت، هغه ته عاجزي او له هغه نه دعا په هر حال کې جاري ولري. په سختي کې یې یادول او ارامي کې یې هیرول قرانکریم د مشرکینو خوی بللی ده، لکه فرمایي: كله چي دغه خلك په کښتې کښي سپريږي، نو د الله څخه په خالص اعتقاد سره دُعا غواړي؛ بيا كله چي الله دوى وژغوري، وچي ته یې راولي، نو ناڅاپه دوى بيا په شرك كولو لاس پوري کړي. فَإِذَا رَكِبُوا فِى الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ[سُوۡرَةُ العَنکبوت : 65]

(23) ـ د نورو وړتیاوي منل او د نورو په صلاحیتونو اعتراف د نبیانو علیهم السلام خوی دی، موسی علیه السلام د هارون علیه السلام په اړه وایي: وَأَخِي هَارُون هُوَ أَفْصَح مِنِّي لِسَانًا، یعني او زما ورور هارون زما نه په ژبه کې ډېر فصیح دی.

او د نورو وړتیا نه منل، په نورو ځان لوړ بلل او د نورو کمه غوښتل د شیطان خوی دی، شیطان د ادم علیه السلام په اړه وایي: أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ، یعني زه له ده (ادم) نه ډېر ښه یم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x