fbpx

بغلان: اربکیانو د خلکو د کورونو لوټ ته مټې را بډ وهلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان تر جګړې لاندې اوسېدونکي وايي چې پولیسو او د سیمې اربکيانو د خلکو د کورونو لوټ ته مټې را بډ وهلې دي.

د دوی په خبره اربکیانو د ډنډ شهاب الدين په میاخېل او لوګریانو کلیو کې د خلکو کورونه لوټ کړي او هغوی له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي.

د فرید رنجبر په نامه د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي چې ده پخپلو سترګو ولیدل چې د ډنډ شهاب الدين په میاخېل کلي کې اربکیانو له خلکو په زور د کور ټغرونه ټولول او هغوی ورسره فزيکي شخړه هم کړې ده.

د هغه په خبره په یادو سیمو کې اربکیانو د خلکو کورونه لوټ کړي او هغوی له خپلو کورو ویستلو ته اړ کړي دي، خو ځايي چارواکي يې په اړه پټه خوله ديBaghlan1-2-

هغه د بغلان پر امنیه قومندان او د اربکیانو پر عمومي مشر غږ کړی چې د دې وحشت مخه دې ونیسي.

یاده دې وي په بغلان کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلمه جګړه تر یوې میاشتې هم واوښته، چې سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي او سلګونو تنو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه لوړ پوړي پوځي منسوبین، د بشري حقونو بنسټونه او د ماشومانو د حقونو مدافعينو په دې اوږده جګړه کې د ولسي قتل او لوټ په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د