افغانستان

پکتیا: امنیتي ځواکونه د زرمت له لويې قرارګاه تښتېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له یوې لويې قرارګاه نه تښتېدلي دي.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا ځايي سرچينې وايي چې امنیتي ځواکونو په کلالګو سیمه کې هغه لویه قرارګاه پرېيښې ده، چې تر دوی وړاندې پکې بهرني پوځيان مېشت و.

د سرچينې په وینا له دې قرارګاه نه امنیتي ځواکونه د ولسي قومي مخورو په منځګړيتوب وروسته له هغه وتښتېدل چې د طالبانو له لوري يې پیغام ور وړ.

د سیمې طالب جنګياليو قومي مخورو ته پیغام ورکړی و، چې په قرارګاه کې مېشت عسکر باید د یوې مياشتې په دننه کې دا ځای بې له جګړې خوشي کړي، کنه د دوی د محاصرې کړۍ به لا پرې تنګه شي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد هم په کلالګو کې له قرارګاه څخه د دولتي ځواکونو د تېښتې پخلی کوي.

مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی پر په سیمه کې د پراخو عملیاتو پلان درلود: «د مجاهدینو لخوا د دښمن په وړاندې دعملیاتو پاخه پلانونه تر لاس لاندې نیول شوي وو او په ځينو سیمو کې د دښمن په ضد بریدونه هم ترسره شول، تيره شپه د دښمن سلګونه عسکر د کولالګو له لوی کمپاین څخه چې په سیمه کې تر ټولو لویه امریکايي بیا د مزدورو عسکرو ځاله بلل کیده وتښتیدل.»

د پکتيا امنیتي مسوولینو تر اوسه د زرمت د دې لويې قرارګاه له لاسه وتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو په وینا چې د دوی له لوري له یو کال راهیسې محاصره پاتې وه.

طالبان وايي چې د دې قرارګاه په نیولو سره پراخه سیمه د دوی تر واک لاندې شوه، چې ښايي د زرمت ولسوالي هم سقوط ته نږدې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x